د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو عزم ښودلی چې په غزه کې به د حماس ډلې په ضد جنګ پراخوي. په همدې حال کې د غزې د صحت محکمې چارواکو ویلي د فلسطیني کډوالو په یو کېمپ باندې د اسرایلي قواوو د تازه حملو په نتیجه کې په لسهاوو تنان وژل شوي دي.
نېتنیاهو د ګل/دوشنبې په ورځ د خپل لیکود ګوند غړو ته په وینا کې وویل: "مونږ په آینده ورځو کې د جنګ لمن ته وسعت ورکوو، او دا به یوه اوږده جګړه وي، او ختمېدو ته لا نږدې شوې نده."
د اسرایل ځواکونو د اتوار/یکشنبې په ماښام د غزې په مرکزي علاقې بمبارۍ وکړې. د حماس د ولقې لاندې د غزې صحت چارواکو ویلي چې په مغازي ریفیوجي کېمپ باندې د اسرایل په فضایي حملې کې لږترلږه اویا (۷۰) تنان مړه شوي دي.
اسرایلي پوځ ویلي چې په مغازي کېمپ باندې رپوټ شوې حمله ارزوي. هغو دا ټینګار هم کړی چې د حماس تندلارې ډلې د ختمولو دپاره جنګ کې، دې ته ژمن دي چې اولسي کسانو ته زیات نقصان ونه رسیږي.
د خبري رپوټونو ترمخه، مصر د جاري جنګ د ختمولو دپاره د یو پلان وړاندیز کړی چې په کې ډزبندي، په څو جوپو کې د یرغمل شوو تنانو خوشې کېدل، او د غزې او لویدیځې غاړې د انتظامیې چارې، د فلسطیني انتظامیې کارپوهانو ته حواله کول شامل دي. د حماس او اسرایل له اړخه تر اوسه دغه وړاندیز ته څه جواب ندی ویل شوی.
په همدې حال کې اسرایل ویلي دي چې په غزه کې یې څو تنه نور عسکر هم وژل شوي چې په دې سره د جمعې ورځې راهیسي هلته کې د اسرایل د وژل شوو عسکرو شمېر اوولسو (۱۷) ته اوچت شو. د وخت نه چې په غزه باندې اسرایل دا روانه ځمکنۍ جګړه پیل کړې ده، تر اوسه د وژل شوو اسرایلي عسکرو شمېر ۱۵۶ ښودل شوی دی.
اسرایلي ځواکونو په دې موده کې په غزه باندې په زرهاوو ځله فضایي بمبارۍ کړي، د غزې پراخې سیمې یې ویجاړې کړي، او د غزې د صحت چارواکو د شمېرو ترمخه، د شل زره نه ډېر فلسطینیان یې وژلي دي.
همدا شان په دې جګړه کې د غزې د ۲.۳ میلینه آبادۍ اکثریت برخه د غزې پټۍ دننه له خپلو سیمو او کورونو بېځایه شوي دي.
Forum