امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې د سړک د غاړې یوه بمی چاودنه کې د یو قبایلي مشر ملک عالم جان ورور وژل شوی دی اؤ پخپله ملک عالم جان ژوبل شوی دی.
د سیمې نه امنیتي سرچینو د ګل یا دوشنبې په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي چې دا پېښه د جنوبي وزیرستان د مرکز وانا ترڅنګ د اعظم ورسک په سرا غوره سیمه کې شوې ده.
سرچینې وویل قبایلي مشر ملک عالم جان د خپل ورور سره په موټر سایکل روان ؤ چې په دغه مهال د هغوی په موټر سایکل د سړک پرغاړه اېښودل شوی بم وچاودیدو.
د سرچینو په وینا چاودنه کې د ملک عالم جان ورور په موقعه وژل شوی اؤ پخپله ملک عالم جان په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوی دی.
د پېښې نه وروسته پولیس سیمې ته رسیدلي اؤ وایي د شواهدو راټولولو وروسته یې پلټنې پېل کړې دي.
په سمدستي توګه چا ددې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخستې .
د پښتونخوا په قایلي ضلعو کې په دې وروستیو کې د امنیت وضعه په چټکتیا سره د خرابېدو لوري ته روانه شوې ده اؤ دغلته په امنیتي ځواکونو د بریدونو تر څنګ وخت په وخت په هدفي توګه د قامي مشرانو د وژل کېدو رپورټونه هم مخې ته راځي.
Forum