د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ډلې مشره وایي په غزه کې ډېرو فلسطینیانو د اسرایل د پوځ له خوا له خپلو سیمو د وتلو امرونه پر ځای کړي، خو وایي په کومو سیمو کې چې دوی د خوندیتوب په لټه کې دي هلته د زیاتې ابادۍ له کبله ډېر لږ ځای پاته دی.
جیما کانل په غزه کې د څو اوونیو لپاره ګمارل شوې، هغې پرون غزه "د انساني شطرنج بورډ" وګاڼه چې وایي په زرګونو خلک یې مخکې هم څو ځله بې ځایه شوي او اوس بیا په تېښته دي، خو هیڅ ضمانت نه شته چې منزل به یې خوندي وي.
مېرمن کانل بي بي سي ته په یوه مرکه کې ویلي، څه چې دې په غزه کې ولیدل او هره ورځ یې وي، وایي دا "په بشپړه توګه قتلِ عام" دی او خلک له داسې عذاب سره مخ دي چې مثال یې نه شته.
امریکا د حماس خلاف په خپله جګړه کې د اسرایل تر ټولو کلک متحد دی، خو له څو اوونیو راهیسې پر اسرایل فشار راوړي چې د خوندي سیمو له په ګوته کولو سره د بشري خواخوږۍ په بنیاد خلکو ته د تېښتې لارې پاکې کړي او د ملکي مرګ ژوبلې د کمولو لپاره نور ګامونه پورته کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري همږغۍ د ادارې «اوچا» مشره جیما کانل د دوشنبې- ګل په ورځ د مرکزي غزې دیر البلاح سیمې ته تللې وه او هلته یې وویل، خلک یې ولیدل چې په لاریو او موټرو کې له بسترو او خپلو ټولو سامانونو سره د خوندي ځای په لټه جنوب ته روان وو:
"ما له ډېرو خلکو سره خبرې وکړې، دلته په رفح کې دومره لږ ځای پاته دی چې خلک نه پوهېږي چېرې به ځي او په ریښتیا سره داسې ښکاري لکه خلک چې پر انساني شطرنج باندې شاوخوا راګرځي ځکه چې هلته ورته د وتلو امر شوی دی".
مېرمن کانل وایي، "خلک له دې سیمې بلې سیمې ته تښتي، خو هلته هم خوندي نه دي."
رویټرز خبري ایجنسۍ په دې اړه د اسرایلي پوځ د یوه ویاند نظر پوښتلی، هغه ورته ویلي، پوځ د جګړې له سیمو د ملکي وګړو د ایستلو هڅه کړې ده، خو وایي حماس په منظم ډول د دې هڅې د مخنیوي کوشش کوي.
د اسرایل د پوځ ویاند ویلي، د فلسطین وسلواله ډله له ملکي خلکو د انساني ډال یا سپر په توګه کار اخلي، خو حماس دا تورونه رد کړي دي.
"په غزه کې خوندي ځای نه شته"
جیما کانل وایي پرون چې دا د دیر البلاح په الاقصی روغتون کې وه هغه وخت هم په سیمه کې بمباري وشوه او دې ولیدل چې روغتون ته ټپیان وروړل شول. نوموړې د احمد په نوم د یوه نهه کلن ماشوم د مړینې په اړه وویل:
"هغه په داسې سيمه کې نه وو چې د ايستلو امر ورته شوی وو، هغه په داسې سيمه کې وو چې بايد خوندي وي. په غزه کې هيڅ خوندي ځای نه شته".
جیما کانل د اسرایلي پوځ د یوې خبرتیا متن شریک کړ چې پکې د جمعې په ورځ د مرکزي غزې د شاوخوا نیم درجن محلو اوسېدونکو ته د وتلو امر شوی دی. وايي د اسرایل دفاعي ځواکونه به ډېر ژر د دوی په ګاونډ کې عملیات وکړي.
د اسرایل د پوځ ویاند رویټرز ته ویلي، "د حماس خلاف چې هر ځای عملیات کوي، نړیوال قانون ته په پوره ژمنتیا د ترهګرو او ملکي وګړو تر منځ توپیر کوي او د ملکي وګړو د زیان د کمولو لپاره ټول ممکنه احتیاطي لارې خپلوي."
د کرسمس شپه د اسرایل او حماس تر منځ د 11 اونیو په جګړه کې تر ټولو خونړۍ شپه ثابته شوه، په غزه کې روغتیایي چارواکو وویل په مرکزي او جنوبي سیمو کې د اسرایل په هوايي بریدونو کې تر 100 ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې وایي د مړو شمېر تقریباً 20,700 ته رسېدلی دی.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو یو ځل بیا هوډ څرګند کړل چې د حماس "ترهګرو" په ضد به جګړه روانه ساتي چې وایي د اکتوبر په اوومه یې په برید کې 1200 اسرایلي وګړي ووژل او 240 یې یرغمل کړل.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum