لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ګڼ شمېر هغه افغانان هم خپل هېواد ته شړلي چې امریکا ته د تلو په انتظار وو


د پاکستان د نګران حکومت په امر د لکونو بې اسناده کډوالو د ایستلو په ترڅ کې یو شمېر هغه افغانان هم په زور شړلي چې امریکې ته د راتګ په تمه په هغه هېواد کې اوسېږي.

دا خبره د دغو افغانانو لپاره یوې وکالت کوونکې ډلې او افغان پناه غوښتونکو کړې ده، دوی دعوه کوي چې پاکستاني چارواکو د دوی د خوندیتوب په اړه د امریکا د سفارت خطونه همېشه له پامه غورځولي دي.

په امریکا کې د افغانانو د مېشتولو په چارو کې د مرسته کوونکو ډلو د مهم اتحاد افغان-ایوېک #AfghanEvac مشر شان وېنډیور وایي، لږ تر لږه 130 تنه هغه افغانان چې د امریکې د ځانګړو امیګرېشن ویزو یا په امریکا کې د کډوالو د بیا مېشتو بهیر یې روان وو، له پاکستانه شړل شوي دي.

ښاغلي وېنډیور دا شمېر د اتحادي ډلو له غړو د تر لاسه کړو معلوماتو په بنیاد ورکړی چې وایي تفصیل یې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د امریکې حکومت ته سپارلی او ده لیدلی دی.

شان وېنډیور وایي پاکستاني پولیسو امریکا ته د تلو په تمه هلته مېشت تر 230 زیات افغانان نیولي وو، خو وایي په هغوی کې شاوخوا 80 تنه یې بیرته خوشي کړي وو.

رویټرز خبري ایجنسۍ وایي د پاکستاني چارواکو دې ګام د دغو افغانانو چارې لا سختې او پېچلې کړې دي ځکه چې وایي امریکا په کابل کې خپل سفارت بند کړی او دوی به په خپل هېواد کې د بشري حقونو له بندیزونو، مالي او بشري بحران سره مخ شي.

پاکستان د اکتوبر په پیل کې له اعلان کړي پلان سره سم د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې د افغان کډوالو په ګډون د میلینونو بې اسناده بهرنیانو د ایستلو کار پیل کړی چې تر اوسه یې په لکونو خلک ایستلي چې زیات یې افغانان دي.

ملګري ملتونه وایي تر 450,000 زیات افغانان خپل ملک ته ستانه شوي دي، چې وایي زیات یې اوس د سخت ژمي له کبله په شدیده یخنۍ کې شپې ورځې تېروي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، امریکا "د دا ډول کېسونو د درک لګولو لپاره رسمي لاره نه لري".

دغه چارواکي ویلي، کوم افغانان چې په امریکا کې د بیا مېشتېدو په تمه په پاکستان کې مېشت وو او اوس افغانستان ته شړل شوي دي وایي شمېر یې "ډېر کم" وو.

رویټرز خبري ایجنسۍ وایي د پاکستان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو پر دې موضوع د دوی پوښتنو ته څه جواب نه دی ویلی.

د بې اسناده کډوالو د ایستلو وخت د نومبر وروستۍ نېټه چې را رسېده، په اسلام اباد کې د امریکا سفارت شاوخوا 25,000 افغانانو ته د تحفظ لیکونه لېږلي وو، چې په بنیاد یې پاکستاني چارواکو ته ثابته کړي چې امریکا ته د راتلو په تمه د دوی کارونه روان دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند هم وایي، هغه وخت چې پاکستان په اکتوبر کې د بې اسناده خلکو د ایستلو پلان اعلان کړ، واشنګټن ورته د هغو افغانانو فهرست ور واستاوه چې "په امریکا کې د بیا مېشتېدو کار یې روان دی".

شان وېنډیور او دوو غربي سفارتي سرچینو- چې نوم یې نه ښکاره کاوه- رویټرز ته ویلي، د پاکستان ځایي چارواکو ډېر ځله په رسمي لیکونو [لېټرز] باندې سترګې پټې کړې دي:

"خطونه په ځینو کېسونو کې مهم دي او په نورو کې نه دي، ټول ځایي افسران ورباندې عمل نه کوي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یو اعلی چارواکی وایي، امریکا داسې مثالونه لري چې پاکستاني پولیس د دوی د لیکونو درناوی کوي، خو رویټرز وایي په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.

رویټرز د دوو داسې شړل شویو افغانانو له کورنیو سره خبرې کړې دي چې وایي پاکستاني پولیسو ته یې د امریکا له خوا د تحفظ لیکونه هم ور ښکاره کړي وو او وایي‌ یو بل افغان هم خط درلود خو بیا یې هم نیولی وو.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG