لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو بریدونو کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالت کې د ترهګرۍ پېښې یو وارې بیا چټک شوي اؤ په دې دواړو صوبو کې د وسله والو لخوا شوؤ بریدونو کې د سوؤنو امنیتي سرتېرو ترڅنګ په سلګونو عام خلک هم وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي. (فایل فوټو)
په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالت کې د ترهګرۍ پېښې یو وارې بیا چټک شوي اؤ په دې دواړو صوبو کې د وسله والو لخوا شوؤ بریدونو کې د سوؤنو امنیتي سرتېرو ترڅنګ په سلګونو عام خلک هم وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي. (فایل فوټو)

د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې نامعلومو وسله والو په پولیسو بریدونه کړي چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ د دوؤ نورو عسکرو په ګډون څلور تنان ژوبل شوي دي.

امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د نهې - سه شنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا د کرک ضلعې په تخت نصرتي سیمه کې په جهانګیري روډ نامعلومو وسله والو د پولیسو یو عسکر په هدفي توګه وژلی دی.

سرچینې وایي د وژل شوي پولیس عسکر پېژندګلو د رؤف په نامه شوې ده چې د تخت نصرتي سیمې اوسیدونکی ؤ اؤ د خپلې دندې څخه یې د دوؤ اوونیو رخصتي اخستې وه.

ددې پېښې ذمه واري په سمدستي توګه چا نه ده قبوله کړې اؤ د سیمې پولیس وایي د پېښې ایف آی ار یې د نامعلومه وسله والو پرضد درج کړی اؤ پلټنې یې پیل کړې دي.

په عین حال کې د پښتونخوا د بنو ضلعې په جاني خیل سیمه کې د پولیسو په یوه پوسته نامعلومو وسله والو برید کړی خو پولیس وایي چې په برید کې ورته څه ځاني زیان نه دی رسیدلی.

د پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي جاني خیل سیمه کې د ترکاڼانو په پوسته پولیس ډیوټۍ ته ولاړ وؤ چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې اؤ وتښتېدل.

د پولیسو وینا ده چې له برید وروسته په سیمه کې د لټونې عملیات پېل کړل شوي خو لا ددې پېښې په تړاؤ څوک نه دي نیول شوي.

تر دې پېښې وړاندې د اتوار په شپه هم د لکي مروت په ګمبیلا پولیس اسټیشن نامعلومو وسله والو برید کړی ؤ خو پولیسو دعوه کړې وه چې په ځوابي ډزو یې د وسله والو برید پشا تمبولی اؤ پولیسو ته په دغه برید کې هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

په خېبر پښتونخوا کې په پولیسو د شوؤ دې پرله پسې بریدونو په څېر تېره ورځ د بلوچستان ایالت سرښار کوټه کې هم په پولیسو وسله والو ډزې کړي دي چې پکې د دوو پولیس عسکرو په ګډون څلور کسان ژوبل شوي دي.

د کوټې پولیس سرچینو ډیوه ته ویلي دغه پېښه د کوټې سره نزدې په نوي کلي د نهې یا سه شنبې په ورځ مخې ته راغلې ده.

سرچینې وایي نامعلومو وسله والو دغلته په ګزمه د بوختو پولیسو په ګاډي ډزې کړي چې پکې دوه پولیس اؤ دوه نور عام کسان ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي له برید وروسته وسله وال له سېمې تښتېدلي اؤ پولیسو د هغوي د نیولو لپاره په سیمه کې د لټونې عملیات پېل کړي دي.

په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالت کې د ترهګرۍ پېښې یو وارې بیا چټک شوي اؤ په دې دواړو صوبو کې د وسله والو لخوا شوؤ بریدونو کې د سوؤنو امنیتي سرتېرو ترڅنګ په سلګونو عام خلک هم وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

پاکستان کې په امنیتي ځواکونو د ترسره شوؤ زیاتره بریدونو پړه وسله والو ډلو تحریک طالبان پاکستان،داعش اؤ بلوڅ بیلتون خوښو وسله والو په غاړه اخستې ده.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG