د پاکستان د دولتي مطبوعاتو ترمخه، د پاکستان نه نزدې څلور نيم لکه افغانان بيرته خپل هېواد ته ستانه کړی شوي دي، د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان د اعلان وروسته د افغانانو بيرته خپل هېواد ته د تلو يا لېږلو لړۍ دوام لري.
رېډيو پاکستان نن د شورو- چارشنبې په ورځ ویلي، پرون 1075 غېر قانونه افغان کډوال بیرته خپل ملک ته ستانه شوي دي.
رېډيو پاکستان ویلي، تراوسه پورې 449,745 غېر قانونه افغانان بيرته افغانستان ته لېږل شوي دي.
په خبر کې نور تفصيل نه دی ويل شوی چې غېر قانونه افغانان د پاکستان د کومو سيمو نه او په کومو لارو ستانه کړل شوي دي.
خو یو پاکستاني سفارتکار آصف دراني د دسمبر په شپږمه په اسلام اباد کې یوه سیمینار ته په وینا کې ویلي وو، د حکومت د اعلان راهیسې چې بې اسناده بهرنیان به له هېواده شړي، نېږدې 450,000 افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، د پاکستان د اعلان وروسته چې کډوال به اوباسي، په ګڼ شمېره کې قانوني اسناد لرونکي کډوال په خپله بيرته تللي دي.
د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.
ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو، پاکستان کې پښتنو ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.
خو د پاکستان لخوا اعلان شوې نېټې وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د غېر قانونه غېر ملکيانو نيولو لړۍ پېل شوې او پاکستان وايي، د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
Forum