ارشد حسين
د اسلام اباد هاى کورټ جج ميا ګل اورنګزيب انتظاميه ته امر کړی د بلوچ مظاهره کوونکو د نيولو او د هغوی د احتجاج څخه د ودرولو په مقدمه کې نيول شوي تنان دې د پېژندنګلو د پاره وړاندې کړل شي.
دا امر د اسلام اباد هاي کورټ جج جسٹس ميا ګل حسن اورنګزيب د بلوچ یکجهتي کمېټي نومې تنظیم د فعالې سمي الدین بلوچ او عبدالسلام په خواست کړی دی.
عدالت د اسلام اباد ايس اېس پي اپرېشنز نه تيوس وکړو چې ايا هغه ارډر ورکړی چې د مظاهرچیانو سره دې سخت چلند وکړی شي؟ عدالت دا هم ويلي ځنې احتجاج کؤنکي خو په غېږه کې کښېنوي او د ځنو سره بيا دا ډول چلند کوي.
د جسټس ميا ګل اورنګزيب د وينا ترمخه که د بلوچ یکجهتي کمېټۍ احتجاج کونکي اسلام اباد ته راغلي دي نو باید چې ناستې ته پرېښودل شي.
عدالت پوليس افسر ته واضحه کړه چې که د پولیس په اختیار کې څه نه وي نو د داخله چارو د وزارت سکرټري به راوبلي
عدالت پوليس چارواکو ته ويلي باید چې بلوچ مظاهرچيانو سره دې د دښمن په څېر چلند ونکړی شي
پدې موقع سرکاري وکيل طاهر کاظم عدالت ته وویل چې لا درکه تن ظهير بلوچ دا وخت په اډياله جېل کې قېد دی، ضمانت ې شوی خو د هغه د ضمانتي مچلکو د نه جمع کېدو لکبله نه دی خوشی کړی شوی.
وروسته عدالت پولیسو ته د نيول شوو 34 بلوچ مظاهره چيانو د شناخت پريډ زر تر زره کولو امر وکړو او د مقدمې اورېدنه يې تر 29 دسمبر پورې وځنډوله.
د بلوچ یکجهتي کمېټۍ وکیل عطاالله کنډي د جج د امر او د نيول شوو بلوچانو په اړه وي او ای ډيوه ته وويل "د اسلام اباد د پوليسو مشر د دسمبر په 22 نېټه عدالت ته ويلي وو چې د نيول شوو بلوچانو د شناخت پريډ به کوي خو چې کله نن پولیس بيا عدالت ته وړاندې شو نو د هغوی سره د اېګزګټيو مجسټريټ د ګمارلو لپاره درخواست هم نه و. هغه وايي مونږ ته ښکاري چې پولیس دا معامله ځڼدوي”.
جج بله ورځ پورې وخت ورکړو چې تاسو سبا د شناخت پريډ کاروايي مکمل کړئ او بله ورځ دې رپورټ عدالت ته ورکړي.
د بلوچ یکجهتي کمېټۍ د سوري لاندې د جبري لا درکيو او د عدالت پرته د وژنو خلاف ګڼ شمېر بلوچ زنانه او سړي په اسلام اباد کې احتجاجي پرلت کوي چې يو شمېر مظاهرچيان پکې پولیسو نيولي هم دي.
له دې مخکې د داخله چارو وزارت ويلي وو چي پولیسو د وزير اعظم لخوا د جوړې شوې درې کسيزه کمېټۍ او بلوچ احتجاج کوونکو ترمنځ د مذاکراتو وروسته 290 مظاهره کونکي پرېښودي دي .
د احتجاج يوه غړې ماه زېب بلوچ وايي “لا هم ځنې ملګري د پولیس په تحويل کې دي. زموږ لوی شمېر بلوچان د کلونو راهیسې لا درکه دي او کله چې د هغوى د راپيدا کېدو لپاره غږ پورته کوي نو هغوی هم د رياست د جبر ښکار کېږي”.
هغه وايي “مونږ د تېرو څو کلونو راهیسې د عدالتونو څخه هېلې لرلې او ويل به مو که زمونږ د ورکو خلکو څه قصور وي نو عدالت ته دې وړاندې کړی شي خو اوس مونږ له عدالتونو هم وېريږو ځکه چې بالاچ عدالت ته وړاندې کولو وروسته په جعلي پوليس مقابله کې ووژل شو”.
د اسلام اباد هاى کورټ جج جسٹس ميا ګل اورنګزيب په حساسه علاقه رېډ زون کې د کومې احتجاجي ناستې د يادونې بغېر وویل ايا په تېرو وختونو کې د اسلام اباد په رېډ زون کې ځنې مظاهره کونکو ته اسانۍ نه دي ورکړل شوي؟ جج زياته کړه چې ځنو مظاهرينو ته پوليسو د چارواکو په امر تحفظ نه ورکول کېده؟
د بلوچ یکجهتي کمېټۍ د نظارت لاندې دا لاريون دا مياشت د بلوچستان د تربت څخه پيل شوی چې بنيادي غوښتنه يې په مبينه پوليس مقابله کې د وژل شوي ځوان بالاچ بخش د وژنې عدالتي پلټنې او په جبري توګه د لا درکه شوو بلوچانو راپيدا کول شامل دي.
Forum