لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په مقامي کچه د جوړ میزایلي نظام فتح-۲ بریالۍ ازموینه کړې ده


د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې (آی ایس پي ار) له خوا د خپور شوي بیان له مخې فتح 2 میزایل تازه ایویونکس، د نویګېشن عصري نظام او د الوت ځانګړی خاصیت لري.

د پاکستان د پوځ د ویاند په وینا، د وسلو دغه سیستم د ۴۰۰ کیلومترو په فاصله کې د هدفونو د ویشتلو وړتیا لري.

د آي ايس پي آر ترمخه د ميزايل ازموينه د پوځ‌ د دريو واړو سروسونو د سينئر افسرانو، سائنسدانانو او انجينئرانو تر مخه شوې ده.

د پوځ وياند ويلي چې د ملک صدر، وزيراعظم، د ګډو ځواکونو د کمېټې چيئرمېن او پوځي سرلښکر د ميزايل په كاميابه ازموينه پوځ او سائنسدانانو ته مباركي ویلې ده.

تر دې مخکې پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې په خپل هېواد کې جوړ ګائیډډ راکټ سيسټم فتح ون په کاميابۍ سره ازموينه کړې وه .

پاکستان د میزایل دا تازه ازموینه په داسې حال کې کړې ده چې د دې هیواد چارواکي پخپله مني چې اقتصاد یې په خراب حالت کې دی اؤ خپل ضرورتونه د نورو هیوادونو اؤ نړیوالو مالیاتي ادارو نه په سود د پورونو ترلاسه کولو د لارې پوره کوي.

څېړونکي وایي اوس د نړۍ هیوادونه اؤ مالیاتي ادارې د پاکستان بد اقتصادي حالت اؤ سیاسي ناقرارۍ ته په کتلو پاکستان ته له پورونو ورکولو هم ډډه کوي.

د پېښور پوهنتون د سولې او شخړو د مطالعاتو د څانګې استاذ ډاکتر جميل احمد چترالي وي او اې ډيوه ته په دې وروستیو کې ویلي، اوس د وسلو په ځائ د ټيکنالوجۍ او عقل په بنیاد جګړې کیږي او ډېر داسې څيزونه دي چې اوس په هغې کې پاکستان ته اصلاحات کول پکاري دي.

د ښاغلي چترالي په وینا، که چيرې اقتصادي بدحالي، د تعليم اؤ صحت څانګو کې مشکلات او بې روزګاري ختمول وي نو دا هرڅه به هلته کېږي "چې کله مونږ په امنيت کیدونکو خرچو ته بيا کتنه وکړو"

ډاکتر ای اېچ نير چې د فزکس استاد هم پاتې شوی او په جوهري چارو نظر لري په دې وروستیو کې وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي وؤ پاکستان دا وخت په خپل ټول قامي امدن کې دوه فيصدي برخه په تعليم، يوه فيصدي برخه په صحت او درې فيصدي برخه په دفاع لګوي چې د نړیوال معیار نه هم زياته برخه ده.

دی وايي چې کله يو هيواد د خپل ټول قامي امدن یا جى ډي پي درې فيصدي برخه په دفاع خرچ کوي نو دغه هېواد د لوږې سره مخامخ هېواد ګڼل کېږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پېښور شبینه بي بي د خپل بې درکه زوي لپاره انصاف غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG