د ایران سرکاري میډیا د شورو- چهارشنبې په ورځ ویلي، ایران اؤ روس د امریکایي ډالر پځای خپلو محلي یا ځایي پیسو کې د تجارت کولو تړون ته غوڅ شکل ورکړی دی.
د رپورټ له مخې روس کې د دواړو هیوادونو د مرکزي بینک د ګورنرانو ترمنځ د لېدنې په مهال په ځایي کرنسۍ کې د تجارت په تړون سلا شوې ده.
ایران اؤ روس دواړه دا مهال د امریکا له لوري د اقتصادي اؤ مالي بندیزونو سره مخ دي.
په ایران د بندیزونو وجه ددغه هیواد اټومي پروګرام دی ، امریکې اؤ لویدیځ طاقتونه اندېښنه لري چې ایران د ایټمي وسلې جوړولو هڅې کوي خو ایران وایي چې ایټمي پروګرام یې د پرامنه مقصدونو لپاره دی.
په روس د امریکې لخوا بندیزونه په اوکراین له برید وروسته لګول شوي دي، امریکا اؤ اروپایي هیوادونه غواړي چې ددې بندیزونو له لارې روس د اوکراین د سیمې نیولو نه منعې کړي.
د دې بندیزونو له امله د روس غیرملکي تجارت ته ستره ضربه رسېدلې ده اؤ اوس روس د دې د اثراتو کمولو لپاره نوې منډهۍ لټوي اؤ داسې تړونونه کوي چې د امریکایي ډالر ضروت ورته پاتې نه شي.
د ایران سرکاري میډیا وایي له دې ترون وروسته به اوس بینک اؤ معاشي ګروپ په سیمه ییزه کرنسۍ کې لېن دېن کوي اؤ یو داسې بانکي نظام نه استفاده کولی شي چې د سویفټ سسټم ته به پکې اړتیا نه لیدل کیږي.
سویفټ د ډالر په کچه د کرنسیو یا پیسو د تبادلې یو نړیوال نظام ته ویل کیږي.
د روس په قیادت کې د یوریشن اکنامک یونین (ای ای یو) غړو په ۲۵م دسمبر د ایران سره په یوه مکمله ازاده تجارتي معاهده لاسلیکونه کړي دي.
په روس د لویدیځو هیوادونو له لوري د لګول شوؤ بندیزونو نه وروسته ایران د کریملن لپاره زیات ارزښت اختیار کړی دی.
ایراني چارواکي وایي چې روس سره خپلې پوځي همکارۍ غځوي، ایران په نومبر کې ویلي وؤ چې روس نه د ایس یو ۳۵ جنګي الوتکو، ایم آی ۲۸ برید کوونکو هیلي کاپترو اؤ پایلټانو ته د تربیت ورکولو لپاره د یاک ۱۳۰ د رسد انتظاماتو ته غوڅ شکل ورکړل شوی دی.
امریکا اؤ یو شمیر نور لویدیځ هیوادونو تورونه لګوي چې ایران د خپلو جوړو ډرون الوتکو له لارې د اوکراین خلاف جګړه کې د روس مرسته کوي خو ایران دا تورونه ردوي اؤ وایي چې روس ته یې ډرون الوتکې د اوکراین له جګړې پېل کېدو د مخه ورکړې وې.
(ددې رپورټ ځېنې مواد د رایټرز نه اخستل شوي دي)
Forum