لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشاهد حسېن د متقي له خولې وایي، ټي ټي پي او حکومت تړون ته رسېدلي وو خو پاکستان پر شا شو


د پاکستان په سېنټ کې د دفاعي چارو د قایمه کمېټۍ مشر سنېټر مشاهد حسېن دعوه کړې چې تحریک طالبان پاکستان وسلواله ډله او د پاکستان حکومت د خبرو په نتیجه کې تړون ته نیژدې شوي وو خو وایي د ځینو سببونو له کبله دا مذاکرات ناکامه شول.

مشاهد حسېن د شورو- چارشنبې په ورځ وي او اې اردو او تر هغه مخکې د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي، ده ته دا خبرې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په ایران کې د فلسطین په اړه د کانفرنس په څنډه کې په غیررسمي ناسته کې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او ټي ټي پي تر اوسه د متقي له خولې د مشاهد حسېن سید دعوو ته څه جواب نه دی ویلی.

مشاهد حسېن سید وایي، ده د دسمبر پر 23مه په تهران کې له امیر خان متقي سره په شخصي توګه لیدلي وو او وایي په دې لیدنه کې بل هیڅ کوم سرکاري افسر موجود نه وو. وایي دوی د دوستۍ په ماحول کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د ټي ټي پي په اړه خبرې کړې وې.

مشاهد حسېن وي او اې اردو ته ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ورته وویل چې له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي، سید وایي‌ د ځینو پېښو له کبله د پاکستان او افغانستان پر اړیکو باید منفي اغېز ونه شي او نه باید د دې په نتیجه کې پر پوله دوه اړخیز تګ راتګ او تجارت بند شي.

مشاهد حسېن وایي متقي ورته وویل، له ټي ټي پي سره چې د پاکستان د حکومت خبرې اترې د طالبانو د حکومت په منځګړتوب په کابل کې شوې وې، زیات معاملات یې حل شوي وو، یواځې د پخوانۍ فاټا د انضمام پر مسئله مذاکرات پر مخ نه لاړل.

څېړونکي وایي د پاکستان د مخکیني وزیراعظم عمران خان په حکومت کې له ټي ټي پي سره د طالبانو د حکومت په منځګړتوب مذاکراتو د ناکامۍ څو سببونه وو، وایي ټي ټي پي داسې شرطونه ایښي وو چې د پاکستاني ریاست لپاره د منلو وړ نه وو.

د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستاني چارواکو تر منځ خبرې اترې په 2021م کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پیل شوې وې، خو د 2022م کال په اپرېل کې چې د عمران خان حکومت ختم شوي دا مذاکرات هم وځنډېدل او له هغه وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ د بریدونو له زیاتېدو سره له دې ډلې سره د مذاکراتو پالیسي هم بدله شوه.

د دفاعي چارو څېړونکی بریګېډیر سعد محمد وایي، د یو ریاست لپاره دا اسانه نه ده چې د خپلو کورنیو چارو او بهرنۍ پالیسۍ سره تړلو مسایلو کې د یوې وسلوالې ډلې غوښتنې ومني.

له ټي ټي پي سره په مذاکراتو کې یواځې له پښتونخوا صوبې څخه د قبایلي سیمو د بیرته بېلېدو شرط نه وو، بلکې ځینې نورې غوښتنې هم وې چې په هغوی کې د پاکستان په ایین کې بدلون هم شامل وو.

خو د پاکستان چارواکو هغه وخت ویلي وو، د ټي‌ ټي پي هغو کسانو ته یواځې عامه بخښنه کولای شي چې د پاکستان آیین ومني او ریاستي عملدارۍ ته غاړه کښېږدي، خو ویلي یې وو د قبایلي ضلعو پر انضمام هیڅ خبرې ته تیار نه دي.

د 2021م کال په اګست کې چې طالبان د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي، په پاکستان کې خصوصاً په پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې بیا زیاتې شوې دي او په روان 2023م کال کې په دغو پېښو کې تر 700 زیات کسان وژل شوي دي.

د پاکستان اوسنی نګران حکومت پرله پسې تور پورې کوي چې په پاکستان کې دغه بریدونه ټي ټي پي وسلواله ډله په افغانستان کې پلانوي او وایي‌ وسلوال یې هملته پټ دي خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي خاوره یې د هیچا په ضد نه کارول کېږي.

د پاکستان اوسني‌ نګران حکومت بیا له تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات رد کړي او وايي دوی باید د پاکستان آیین ومني، وسلې کښېږدي او د ریاست حاکمیت ته غاړه کښېږدي.

د پاکستان افغان پالیسي

سنېټر مشاهد حسېن سید وایي د پاکستان او افغانستان تر منځ د خبرو لړۍ باید ونه درېږي، د ده په وینا په دې خرابو امنیتي حالاتو کې بیا دې ته اړتیا ده چې د اسلام اباد او کابل تر منځ د خبرو او اړیکو شلېدلې لړۍ بیا پیوند شي.

مشاهد حسېن وایي د اړیکو دا لړۍ چې وشلېږي نو بیا له دواړو خواوو یو پر بل تورونه پیل شي، سید وایي دې ته اړتیا ده چې اړیکې پرله پسې او دایمي پاته شي او له دې سره دواړو ته د یو بل غوښتنې معلومې شي.

ښاغلی سید وایي پاکستان ته پکار ده چې د اعتدال پالیسي خپله کړي او په مهذبه لاره په خبرو اترو د خپلو معاملاتو د حل کولو هڅه وکړي.

د مشاهد حسېن سید په وینا خبرې اترې باید پیل شي او له کابل سهر د لوړې کچې اړیکې بیرته فعالې شي، وایي که له پولې سره تړلې معاملات وي او که د افغان کډوالو موضوع وي دا ټول باید په خبرو حل شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG