د حماس ډلې یو چارواکي د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل، "د جارحیت عرضي یا موقتي تعطل"، د هغو څه باندې سلو (۱۰۰) تنانو د آزادۍ دپاره کافي ندی کوم چې اسرایل وایي په غزه کې یرغمل پاته دي.
حماس دا خبره پس د هغه کړې ده چې مصر د اسرایل او حماس تر منځ د ډزبندۍ او د یرغمل شوو کسانو د خوشې کېدو په باب یو ترکیب پېش کړ، او انتظار دی چې د دواړه اړخونو جواب واوري.
په همدې حال کې غزه کې جنګ او تشدد په تېزۍ دوام لري او د زیارت په ورځ د غزې په مختلفو علاقو کې په ښارونو، ښارګوټو، او د کډوالو په کېمپونو باندې د اسرایل د بمباریو په نتیجه کې په لسهاوو تنان مړه شول.
د څو ورځو پرله پسې بمباریو وروستو، د اسرایلي پوځ ټېنکونه د زیارت/پنجشنبې په ورځ د غزه پټۍ په مرکزي علاقه کې پرمختګ وکړ. یو فلسطیني خبریال داسې تصویرونه خپاره کړل چې د بریج علاقه کې یو مسجد ته څېرمه اسرایلي ټېنکونه ښکاره کوي.
په همدې حال کې د صحت چارواکو خبر ورکړی چې د مرکزي غزې په مغازي کېمپ باندې د اسرایل د فضایي حملې په نتیجه کې درې فلسطینیان وژلی شوي دي.
جنوب پلو، اسرایلي قواوو د خان یونس ښار په زړه کې د یو هسپتال شاوخوا سیمې بمباري کړې دي.
د رفح په سرحدي علاقه کې هم اسرایلو تازه بمبارۍ کړي چې د حماس د کنټرول لاندې د صحت محکمې د ترجمان، اشرف القدره په وینا، شل (۲۰) فلسطینیان په کې وژل شوياو پنځه پنځوس (۵۵) نور په کې زخمیان دي.
فلسیطیني صحت چارواکو ویلي چې د شورو/چهارشنبې نه واخله بیا تر زیارت/پنجشنبې پورې په ۲۴ ګنټو کې د اسرایلي ځواکونو د هوایي بمباریو له کبله دوه سوه و لس (۲۱۰) فلسطینیان وژلی شوي او دې سره د فلسطینیانو د وژل شوو کسانو شمېر ټولټال ۲۱۳۲۰ کسانو ته رسېدلی دی.
داسې یره هم شته چې په زرهاوو تنان نور به هم مړه وي خو د هغو جسدونه لا تر اوسه د ملبو لاندې پټ پاته دي او ندي رااېستل شوي.
د اسرایل پوځ د اولسي فلسطینیانو په وژل کېدو خواشیني اظهار کړې، مګر حماس یې ملامته کړی چې ولې د داسې ځایونو نه فعالیت کوي چېرته چې د خلکو ډېره آبادي ده. اسرایل تور لګوي چې حماس اولسي وګړي د سپر یا ډال په حیث کاروي، خو حماس دا تور ردوي.
د اسرایل او حماس ترمنځ جګړه کې تر اوسه د غزې د ۲۳ لکه آبادۍ، شاوخوا ٪۸۵ خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي، د غزې پټۍ شمالي علاقه تباه او هواره شوې، او دا یره هم شته چې د اسرایل د هوایي او ځمکني عملیاتو په غځېدلو سره به د پټۍ جنوبي علاقې هم تباه او هوارې شي.
په بیت المقدس کې حمله
د زیارت/پنجشنبې په ورځ فلسطیني چارواکو خبر ورکړ چې یو فلسطیني وګړي د زیارت/پنجشنبې په ورځ، بیت المقدس ته نږدې د تالاشۍ په یوې پوستې یا چېک پواینټ باندې یرغل وکړ او په دوو اسرایلي امنیتي اهلکارو باندې یې د چړې/چاقو ګوزارونه وکړل، چې بیا د اسرایل عسکرو ورباندې ډزې وکړې او ویې وژلو.
د اسرایل پولیسو یو بیان جاري کړی او په هغه کې یې ویلي چې "حمله کوونکی په یو ګاډي کې سپور، چېک پواینټ ته نږدې شو او بیا یې چې ګاډی اودرولو، له ګاډي راښکته شو او په دوه امنیتي کارکوونکو یې چې هلته په خپلې دندې بوخت و، د چړو ګوزارونه وکړل." د پولیسو وینا ده چې په دې پېښه کې په نښه شوي اسرایلیان، سربېرن یا لږ څه ټپیان شوي دي، خو بریدګر وژل شوی دی.
Forum