لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې سږکال بریدونو اؤ چاودنه کې 19 پولیس وژل شوي، سېلګري هم پکې تر نور کله کمه وه


د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ په سیمه سوات کې سږکال د چاودنو اؤ بریدونو په دریوؤ بېلابیلو پېښو کې 19 پولیس عسکر وژل شوي اؤ ګڼ شمېر نور ژوبل شوي وو، خو پولیس وایي چې د نور کله په پرتله سږکال سوات کې د امنیت وضعه ډاډمنه پاتې شوې ده.

سږکال سوات ته دسېلګرۍ لپاره سېلګر هم د نور کله په پرتله کم ورغلي دي چې علت یې په هیواد کې د ګرانۍ لوړه کچه ښودل شوې ده.

د سوات ولس او پولیس وايي چې روان کال سوات کې د امنیت کال ثابت شو او په دې کال کې د دریوؤ پېښو نہ علاوہ په دغه سیمه کې هېڅ قسمه نورہ ترهګري نۀ ده شوې.

سوات کښې سږکال په 24م اپرېل په کبل پولیس لاین کښې چاودنه شوې وه چې پکښې 17 پولیس عسکر و‌ژل شوي وو خو پولیس وایي چې دا حادثه وه او کمره کې پراته بارود چاودیدلي وو.

د روان کال د جون د میاشتې په اتمه نېټه په مینګوره کې په هدفي وژنه کې هم دوه پولیس عسکر وژل شوي وو.

سږکال د اګست دمیاشتې په اته ویشتمه نېټه په تیلیګرام پولیس چوکۍ برید شوی و چې پکې يو پولیس ژوبل شوی و خو پولیس وایي چې د دې نه علاوه د ترهګرۍ بله پېښه په یاده سیمه کې نۀ ده شوي.
د سوات خلک وایي چې سږکال سوات کې امنیت پاتې شو او ټول کال هېڅ رقم بده پېښه مخې ته نۀ ده راغلي.

پروسږکال د سوات د مټې یو غر ته څۀ طالب وسلوال راغلي وو چې له هغې وروسته د ترهګرو په ضد په نشاط چوک کې یو غټ احتجاج وشو او بیا د سوات په هر تحصیل کې غټ غټ احتجاجونه وشول چې لۀ کبله ئې طالب وسلوال د سوات نه ووتل.

د سوات ولسي پاڅون یو مشر عطاءاللّٰه جان اېډوکېټ وایي،دې ځل د سوات ولس او خاص کر ځوانان بېدار وو او د خپل وطن حفاظت یې وکړو او خپل وطن یې ترهګرۍ ته پرې نۀ ښودو.

د سوات پولیس هم وایي چې سږکال هېڅ بده پېښه مخې ته نۀ ده راغلې او ولس او پولیس د ترهګرۍ په وړاندې خپلو کې یو وو چې لۀ کبله یې سیمه کې پوخ امنیت پاتې شو.

دسوات پولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او شفیع اللّٰه ګنډاپور وي او ای ډیوه ته وایي،سږکال سوات کې پوخ امنیت و او پولیس بېدار اؤ تیار ؤ ځکه سږکال هېڅ قسمه بده پېښه مخې ته نۀ ده راغلې.

هر څو که سږکال سوات کې د امنیت وضعه ډاډمنه پاتې شوه خو د هوټلو مالکان وایي چې سېلګري ښۀ نۀ وه او ډېر کم سېلګري سوات ته راغلي وو او وجه یې هېواد کې روانه ګراني ښیي.
د سوات د یو هوټل منیجر سردار عالم ډیوه ته وایي،هېواد کې د ګرانۍ او د پټرولو په بیعه کې د زیات والي د لاسه سږکال سوات ته ډېر سېلګري نۀ وو راغلي.

د سوات ولسي پاڅون مشران وایي چې د سوات ځوانان هر وخت تیار او بېدار دي او خپل سوات هېڅ قسمه ترهګرۍ ته نۀ ورکوي.

په تېرو وختونو کې دخېبر پښتونخوا دسېلګرۍ سیمه سوات په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې وه اؤ هغوي دغلته خپل شرعي عدالتونه پرانستي وؤ خو بیا وروسته پوځ په سیمه کې د ترهګرو پرضد په پراخه کچه عملیات وکړل اؤ دغلته یې د ترهګرو نیټ ورک مات کړو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG