لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ ار سي پي: سپریم کورټ باید د حراستي مرکزونو د قضیې اورېدلو نېټه وټاکي


پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن ايچ ار سي پي ويلي چې د حراستي مرکزونو قانوني حېثيت او په زوره د بې درکه کړل شويو تنانو د کېسونو په اړه شکونو يا ابهام لرې کولو لپاره بايد سپريم کورټ د ايکشن ان ايډ اف سول پاور ارډېننس د قضيې د اورېدنې په اړه په سمدستي توګه نېټه وټاکي.

د قانوني چارو پوهان وايي په سپريم کورټ کې د دغې قانون له چېلنج کېدو وروسته یاد قانون اوس هم په قبايلي سيمو کې لاګو یا پځای دی او ترمخه يې حراستي مرکزونه فعاله دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن ايچ ار سي پي پخپل تازه راپور کې ويلي سپريم کورټ بايد د پيښور هائي کورټ د هغه حکم په ضد د اپيل اوريدنې لپاره تاريخ مقرر کړي چې ترمخه يې د ايکشنز ان ايډ آف سول پاور آرډيننس مقدمه کالعدم ګرځولې وه۔

د قانوني چارو پوهان وايي پکار ده چې په عدالتونو کې داسې قسمه کېسونو اورېدو ته لومړيتوب ورکړل شي په کومو کې چې د بشري حقونو د سرغړونو خبره کېږي۔

د پېښور هايي کورټ وکيل شبير حسېن ګېګيانی وي او ای ډيوه ته وایي، په دې حراستي مرکزونو کې چې کوم 8،000 تنان بندي دي د هغوی کورنيو مختلف درخواستونه سپريم کورټ ته ورکړي دي .هغه وایي "مونږه د سوشل ميډيا او ټويټر د لارې درخواستونه کړي دي چې دا کېسونه باید ولګي ځکه چې د 8،000 خاندانونو د مستقبل فېصله ده او دې کې داسې کسان هم دي چې بغېر د څه جرمه بغېر له څه مقدمې د 2008 نه دلته بنديان دي"

د پېښور هايي کورټ په کال 2019 کې دايکشن ان اېډ اف سول پاور په نوم هغه قانون کالعدم یا ناچله ګرځولی ؤ چې د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې امنيتي ادارو ته پکې اختيارات ورکړل شوي دي .

هایي کورټ پخپله فيصله کې ويلي وؤ چې دا قانون د انساني حقونو خلاف دی۔

قانوني ماهرين وايي دا قانون په ایين کې د بشري حقونو د خوندي کولو لپاره ورکړل شويو مادو سره سمون نه خوري۔

د پېښور هايي کورټ وکيل فرهاد اپريدی وي او ای ډیوه سره ددې قانون په اړه خبرو کې وایي :

"د ائين لسمه ماده وايي چې تاسو يو تن په کوم شک يا تور ونيسئ نو 24 ګینټو کې دننه به هغه عدالت ته پېش کوئ ، داسې قانون په منځ کې راغلی چې تاسو يې په شک کې ونيسئ نو تر دريوؤ مياشتو پورې دا تاسو بغېر د تپوس نه او بغېر د عدالت نه تاسو ځان سره ساتلی شئ"

هغه وایي حراستي مرکز د جېل د مشر په واک کې نه وي، که په جېل کې هم دوی يو بارک جوړ کړی وي او د حراستي مرکز نامه يې ورکړې وي هغه د جېل د قانون ترمخه نه چلېږي بلکې د هغې د پاره د دوی خپله عمله ده.

د صوبايي حکومت يو سرکاري وکيل د نوم نه ښکاره کولو په شرط ډيوه ته ويلي وو چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره دا قانون نافذ کول د وخت ضرورت دی ځکه صوبايي حکومت نافذ کړی و او بيا په سپريم کورټ کې يې د پېښور هايي کورټ فېصله چېلنج کړه۔

د کارپوهانو ترمخه د صوبايي او وفاقي حکومت سپريم کورټ ته د تللو وروسته ايکشن ان ايډ اف سول پاور قانون په پخوانۍ فاټا کې نافذ دی او د هغې ترمخه امنيتي ادارې کارروايۍ کوي۔

وکیل شبير حسېن ګېګيانی وایي چې کله هم دا کېس په سپريم کورټ کې چلېدو نو هغه وخت اټارني جنرل سپريم کورټ ته ويلي وو چې زمونږه 25 حراستي مرکزونه نوټپفايي دي، ريکارډ يې موجود دی او د دې نه علاوه اف دي ريکارډ هم داسې مرکزونه شته

هغه وایي اټارني جنرل سپریم کورټ ته ویلي وؤ يو حراستي مرکز کوهاټ او لکي مروت کې دی او هغه نه په پاټا او نه په فاټا کې راځي.

ماهرين وايي د ترهګرۍ مخنيوي لپاره دا قانون په 2011 کې د مرکزي حکومت له خوا په پخوانۍ فاټا او ملاکنډ ډويژن کې نافذ کړل شوی و او بيا په 2019م کې د تېر ګورنر په حکمنامه په ټوله خېبر پښتونخوا کې لاګو کړی شوی ؤ۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG