لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسراییل: د غزې فلسطینیانو ته نړېوال امداد د قبرس سمندري لارې نه لېږدېدلی شي


غزه د بحیره روم په څنډه پرته ده، خو اسرایل یې سمندري لاره ورته د کلونو راهیسي بنده کړې ده
غزه د بحیره روم په څنډه پرته ده، خو اسرایل یې سمندري لاره ورته د کلونو راهیسي بنده کړې ده

اسراییل دی ته تیار دی چې کښتیو ته اجازه ورکړی چې جګړه ځپلې غزې ته سمدستي له قبرس څخه د وړاندیز شوې سمندري لارې نه مرستې ورسوي. دا خبره د اسرایل خارجه وزیر نن کړې. په دغه کار کې د برخه اخستونکو څلور اروپايي هیوادونو نومونه یاد کړی شوي دي.

د نومبر په میاشته کې د شوي لمړي تړون لاندې قبرس وړاندیز کړی وو چې سمندري بیړیو کې سامانونه به د ګاونډيانو اسرایل او مصر په ځاۍ ۳۷۰ کلومټره لرې د قبرس لرناکه بندر باندې د تفتیش نه پس غزې ته لیږل کیږي.

که چرته دا پلان عملي کیږي په غزې باندې کال ۲۰۰۷ کې د حماس واک ترلاسه کولو ورستو د اسرایل لخوا د تمامو سمندري لارو تړلو ورستو په لمړي ځل بیاپرانستل وي. اسرایل دا سمندري لار د خپل ملکي اړیکو پای ته د رسولو یوه لار بولي.

په لکونو بی کوره شوو فلسطینیانو لپاره دا نظریه د دسمبر په ۲۲مه نیټه د ملګرو ملتونو امنیتي شورا په غونډه کې هغه قرارداد سره هم سمون خوري چې په کې د بشري مرستو د میکنزم پراخولو غوښتنه شوې.

د اسرایل خارجه وزیر ایلای کوهن د تل ایویو راډیو سره خبرو کې د بحیری روم د لارې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دا کار سمدستي شورو کیداۍ شي.

ده زیاته کړه برطانیه، فرانس، یونان او نیدرلینډ هغه هیوادونه چې سمندري بیړۍ يي کولی شي د غزې په ساحل ودرول شي.

یاده دې وي د غزې په ساحل کوم ژور بندر شتون نه لري. د رایټرز خبري اداره لیکي مالومیده چې هغه مشوره ورکوله او له هغوی يي طمه کوله په اسرایل کې د سامان کوزولو په ځاۍ دغسې اوکړي.

ښاغلي کوهن اویل؛ "دوی زمونږ نه خواست اوکړو چې که چرې دغه الات د اسرایل اشدود بندر د لارې اولیږل شي، نو ځواب يي دی نه، دا به د اشدود بندر د لارې نه ځي. دا به د اسرایل د لارې نه ځي. مونږ غواړو چې د امنیتي کنټرول نه جلا شو. دا مقصد دی د دې پروسې."

د قبرس یو اعلا چارواکي رایټرز خبري ادارې ته ویلي برطانیه او یونان وړاندې د قبرس په لار د مرستو رسولو ددغه وړاندیز ملاتړ کړی وو او برطانیي د غزه سمندري ساحل باندې په رغیو اوبو کې د کارول کیدونکو بیړیو وړاندیز هم کړی و.

د یونان وزیراعظم کاریکوس مټسوټاکیس هم د قبرس د پلان سره ملاتړ ښودلی وو په کوم کې چې به د قبرس په لرنیکا بندر باندې تفتیش کونکو کې د اسرایل پلټنه کوونکي ایجنټان هم شامل وي.

د اسرایل خارجه وزیر کوهن زیاته کړه تراوسه خو د تګ راتګ سمندري لارې بند دي او که چرې د لرنیکا څخه د مرستو بیړۍ راځي نو د هغه زمونږ په اجازت کیږي. بی له شکه دا به یو محفوظه لار وي، مونږ هیڅ ډول ارادې نه لرو د برطانیی او فرانس سمندري بیړیو ته خطر پیښ کړو که چرې زمونږ سره په همکارۍ ددوی بیړۍ راځي.

یو شمیر اروپايي او عرب هیوادونه غزې ته مرستې د مصر ساحلي ښار العریش د لارې لیږي. اسرایل ددغه سامانونو په تفتیش کې شامل دي نو ځکه هم خيني د مرستو رسولو ادارې وايي مرستو رسولو کې ځنډ راځي. اسرایل ویلي دوی به غزه پټۍ د وسله والو نه پاکولو د خپل هڅو په لړ کې د مصر او غزه ترمینځ سرحدي سیمه په خپله قبضه کې اخلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG