لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل په غزې ښار نوي بریدونه پېل کړي دي


اسرایل د اتوار په ورځ د حماس په وسله والو نوې بمباري پېل کړې ده ، د هسپتال چارواکي وایي چې په دې بمباریو کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوی اؤ داسې هیڅ نښې نښانې نه لېدل کیږي چې ګنې د نوي کال د پیل کېدو سره به دا جګړه پائ ته ورسیږي.

اسرایلي ځواکونو د غزې تړانګې مرکزي برخه په نښه کړې ده ،د بحیره روم سره پرته تنګه فلسطیني سیمه اؤ د مصر د پولې سره جنوب لوري ته د غزې په دویم ستر ښار خان یونس کې هم د اسرایلي ځواکونو لخوا عملیات روان دي.

د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو د خالي- شنبې په ورځ اندوینه کړې وه چې د نړیوالو د غوښتنو باوجود به هم دا جګړه نوره هم تر څو میاشتو دوامداره پاتې شي.

د حماس د واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي چې د غزې په ښار ټوله شپه شوې بمبارۍ کې د ۱۸ وژل شوؤ کسانو جسدونه راویستل شوي دي اؤ ګمان کیږي چې یو شمیر اوس هم د راغورځېدلو ودانیو د لاندې ګېر پاتې دي.

د سیمې یو اغېزمن تن ای ایف پي خبري اژانس ته ویلي "له چاودنې وروسته چې مونږ د پېښې ځای ته ورسیدو نو هر لوري ته مو مړي ولیدل، ماشومان تر اوسه لا درکه دي اؤ موږ هغوي نه شو لټولی"

اسرایلي پوځ ویلي چې هغوي په ګڼو ځمکنیو جګړو،د ټانکونو اؤ هوایي بریدونو کې د دښمن تر یو درځن زیات وسله وال وژلي دي .

د اسرایلي پوځ په وینا هغوي د حماس نور سرنګان اؤ هغه وداني موندلې ده چې چاودیدونکي مواد پکې پراته وؤ.

د حماس پرضد د اسرایل جګړه دریمې میاشتې ته نزدې شوې ده اؤ د ملګرو ملتونو له مخې د غزې په ۲۳ لکه وګړو کې نزدې ۸۵ فیصدي خلک بې کوره شوي دي.

ملګرو ملتونو په سیمه کې د ولږې اؤ ناروغیو د خوریدو د ګواښ خبرداری ورکړی اؤ ویلي یې دي چې بې کوره شوو کورنیو په سخته یخنۍ کې په خیمو کې پناه اخستې ده.

نین یاهو د خالي په ورځ مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي چې د غزې تړانګې اؤ د مصر ترمنځ د سرحدي سیمې واک د اسرایلو په لاس کې پکار دی تر څو ددې سیمې د نظامي فعالیتونو څخه پاکېدل باوري شي.

که اسرایل چرته ددې سرحدي سیمې واک پخپل لاس کې اخلي نو د ابه په کال ۲۰۰۵م کې د غزې نه د انخلا عمل سرچپه کړي اؤ په غزه د حماس د څو کالو له کنټرول وروسته به دا سیمه بیا د اسرایل لاس ته ولوییږي

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش یو ځل بیا په غزه کې د جګړې پر غزېدو اندېښنه ښکاره کړې او وایي که جګړې ونه درېږي ډېرې تباه کوونکې نتیجې به ولري. ښاغلي ګوتېریش یو ځل بیا د سمدستي بشري ډزبندۍ غوښتنه تکرار کړې ده.

د اکتوبر پر اووه د حماس په بریدونو کې ۱۲۰۰ اسرایلي وګړي وژل شوي او ۲۴۰ یرغمل شوي وو، د غزې د روغتیا وزارت وایي، د اسرایل په بمبارۍ کې تر اوسه لږ تر لږه ۲۱,۵۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسرایل بمبارۍ کورونه، د ودانیو بلاکونه او کاروبارونه تباه کړي او روغتونونه یې له کاره غورځولي دي. مرسته کوونکې ادارې وایي سیمې دومره ویجاړې شوې دي چې دوی ته په مرستو رسولو کې هم ستونځې پېښوي.

د شنبې- خالي په ورځ د فلسطین د کلتور وزارت وویل اسرایلي الوتکو د منځنيو پیړیو د وخت یو حمام په نخښه کړی او یو پخوانی لوی جومات په جګړه کې تباه شوی دی.

د اسرایل د دفاع وزیر یوو ګېلنټ د جمعې په ورځ وویل، پوځیان یې د حماس د کمانډ مرکزونو او د وسلو ډیپوګانو ته رسېدلي او خپاره کړي عکسونه یې ښیې چې اسرایلي پوځیان د تباه شويو ودانیو د کنډوالو په منځ کې تر مځکې لاندې ګرځي.

(دې رپورټ کې د ای پي، ای ایف پي اؤ‌ رایټرز خبري شبکو دمعلوماتو نه استفاده شوې ده)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG