پېښور —
مار کریت دویم د اقتدار پرېښودو دا اعلان د نوي کال د نمانځلو په اړوند راجوړې شوې د ستورې ته د وینا په مهال کړی دی.
د سي این این د رپورټ تر مخه ،هغې ویلي د واک پرېښودو پرېکړه یې د کال ۲۰۲۳م په پېل کې د ملا له اپریشن وروسته کړې وه او اوس به په ۱۴مه جنورۍ اقتدار خپل زوي شهزاده فیډرک ته وسپاري.
ملکې مار کریت پخپله وینا کې د ډنمارک د ولس څخه مننه وکړه چې تر اوږدې مودې یې ددې ملاتړ ته دوام ورکړو.
۸۳ کلنه مارګریت دویم په کال ۱۹۷۲ کې د خپل پلار بادشاه فریډک له مړینې وروسته په تخت ناسته وه اؤ تر ۵۲ کالو یې خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړی ؤ.
هغه د برتانیې د ملکې الزبتهـ له مړینې وروسته په اروپا کې یوازینۍ ملکه پاتې شوې ده.
Forum