لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي پوځ په غزه کې د عملیاتو د نوي پړاو د پیل اشاره ورکړې ده


اسرایل د ګل/دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په غزه پټۍ کې به خپل د عسکرو تعداد راکموي، خو هلته کې به د حماس په ضد هدفي عملیات سېوا کوي. دا اشاره څرګندوي چې اسرایل په غزه کې خپل عملیات نوي پړاو ته اړوي.

د اسرایل د دفاعي ځواکونو په یو جاري کړی شوي بیان کې راغلي چې د غزې نه د یو شمېر عسکرو بېرته اېستل به هم "اقتصادي بوج ډېر زیات راکم کړي" او عسکرو به هم دمه ورکړي چې "په آینده کال کې د راتلونکو فعالیتونو دپاره خپل قوت راتازه کړي، ځکه جګړه به دوام پیدا کړي او بیا به هم عسکرو ته ضرورت وي."

د اسرایل د قواوو ترجمان ډانیل هاګاري وویل چې توقع ده جنګ دوام پیدا کړي. هغه د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د جنګ د مقاصدو حاصلول، "اوږدمهاله جګړې ته ضرورت لري."

د غزې اوسېدونکي وایي چې اسرایل د هغې پټۍ د ځینو علاقو نه خپل ټېنکونه اېستلي دي. د اسرایل دفاع وزیر یوواو ګېلنټ د ګل/دوشنبې په ورځ یو خبري کنفرنس ته وویل، ځیني اسرایلي ټولنې چې د غزې په شمال پلو ته دېره و خو د حماس ډلې د اکټوبر ۷مې نېټې د حملو نه پس یې خپل کورونه پرېښودلي و، هغوی به ژر تر ژره وکړی شي چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

په همدې حال کې د امریکا سمندري ځواکونو اعلان کړی چې د دوی یو اېس اېس جېرالډ فورډ طیاره برداره جهاز چې د اکټوبر ۷مې نېټې د تشدد نه پس د بحیره روم ختیځ ته لېږل شوی و، اوس بېرته د امریکې وېرجېنیا ریاست بندر ته راستنیږي.

اسرایل د خپل نږدې اتحادي ملګري، امریکا لخوا د فشار لاندې دی چې باید په غزه کې د اولسي فلسطینیانو د ژوند خیال وساتي او هلته کې خپل د عملیاتو شدت راکم کړي.

د جګړې دوام

په پوځي عملیاتو کې د اسرایل د تګلارې بدلېدو باوجود هم په غزه پټۍ کې سخته جګړه روانه ده. حماس ډلې د ګل/دوشنبې په ورځ د ګڼ شمېر راکټونو حملې وکړې، چې سمدستي په ټول اسرایل کې د بمباریو د خبرداري زنګونه ووهل شول.

د حماس د دې راکټي بریدونو په نتیجه کې د کومې مرګ ژوبلې رپوټ ندی ورکړی شوی. حماس وخت ناوخت په اسرایل باندې دغسې راکټي بریدونه کړي دي. اسرایل اوس ژمنه کړې چې حماس به ختموي.

د تازه راکټي حملو نه پس، غزه کې د اسرایل هوایي بمباریو هم زور واخېست. د اسرایل دفاعي ځواکونو وویل چې په یوه فضایي حمله کې، ګني د حماس یو کمانډر چې د اکټوبر په ۷مه نېټه د اسرایل په جنوب کې د ترهګرو حملو مشري یې کوله، هم وژل شوی دی.

اسرایلي ځواکونو دا کمانډر عادل مسماح بللی، او ویلي یې دي چې په غزه باندې د اسرایل د حملې نه پس هم دغه کمانډر د حماس ډلې د جنګیالیو په مشرۍ کې مرسته کوله.

اسرایلي پوځ د ګل/دوشنبې په ورځ دا هم وویل چې عسکرو او هوایي جهازونو یې "په لبنان کې یو لړ اهدافو باندې حملې کړي چې په دې کې د ترهګرو تنصیبات، ځیني پوځي مرکزونه چې د حزب الله ترهګرو د هغه ځایه فعالیت کولو، او د راکټ داغلو ځایونه شامل دي."

اسرایل خبرداری ورکړی چې که حزب الله د حملو نه ډډه ونکړي، نو امکان شته چې اسرایل په ټول لبنان حمله وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG