لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: کېدای شي راتلونکې اوونۍ افغانستان ته لاړ شم


د پاکستان د لوی مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وایي، د ملک د عمومي انتخاباتو په معاملاتو کې مصروف دی خو وایي امکان دی چې دی راتلونکې اوونۍ د طالبانو په بلنه افغانستان ته سفر وکړي.

مولانا د جنورۍ په لومړۍ نېټه په ډېره اسماعيل خان کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د سفر مقصد یې د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ "د بې باورۍ فضا" ختمول دي:

"موږ دوه ملګري او وروڼه ملکونه یو، زموږ قومیت، مذهب، ثقافت یو دی، موږ یو بل ته دومره نیژدې یو چې شاید بل ملک دومره نیژدې نه وي، نو بیا باید زموږ تر منځ باور وي".

نوموړي وویل پاکستان او افغانستان دواړه باید د يو بل استحکام، اقتصادي استحکام او استقلال مخې ته کښېږدي:

"د افغانستان استحکام د پاکستان ضرورت دی او د پاکستان استحکام د افغانستان ضرورت دی. د همدې مقصد لپاره به موږ ځو او د دواړو هېوادونو تر منځ چې د بې باورۍ فضا پیدا کېږي، انشاالله دا به ماتوو."

په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد جان شکیب د دسمبر پر 16مه د مولانا فضل الرحمان کور ته ورغلی وو او هغه ته یې کابل ته د سفر لپاره رسمي بلنه ورکړې وه.

مولانا فضل الرحمان پرون په خبري غونډې کې د خپل سفر په اړه نور تفصيل ورنه کړ او نه هم د پاکستان نګران حکومت یا امنیتي ادارو تر اوسه په دې اړه څه ویلي چې آیا د جمعیت ګوند مشر د دوی په سلا مشوره کابل ته ځي که څنګه.

که څه هم د پاکستان حکومت له ټي ټي پي سره خبرې رد کړې دي خو سر چینې وایي په پاکستان کې د ترهګرۍ له زیاتېدونکو پېښو وروسته مولانا فضل الرحمان د ټي ټي پي او پاکستان تر منځ خبرو لپاره خپل ځان منځکړتوب ته وړاندې کړی دی.

د جمعيت علما اسلام ‌ف يو مخکښ مفتي کفايت الله د دسمبر پر 28مه مشال رېډيو ته ويلي وو، مولانا فضل الرحمان به په کابل کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ستنولو تر څنګ پر امنیتي موضوعاتو هم غږېږي.

نوموړي زیاته کړې وه چې د جمعيت د مشر د سفر پر مهال د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او داعش وسلوالو ډلو په اړه هم د خبرو اترو امکان دی.

د دسمبر په 19مه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پاکستان یو شخصي ټيلیويژن 'سما' ته تاييد کړې ده چې حکومت یې د پاکستان د جمعيت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړې ده.

مجاهد ویلي وو مولانا فضل الرحمان ته د سفر د بلنې ورکولو مقصد دا دی چې طالبان او د افغانستان خلک په پاکستان کې ناامني نه غواړي. نوموړي ویلي، هغه ته یې ددې لپاره بلنه ورکړې چې افغانستان ته په سفر کې د پاکستاني ریاست او ولس په اړه د افغان ولس او "اسلامي امارت" له دریځه ځان خبر کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG