لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هارورډ یونېورسټۍ مشرې کلاډین ګی د ادارې د صدارت نه استعفا ورکړه


په کلاډین ګې او د امریکا دوو نورو معتبره پوهنتونونو مشرانو د اېنټي سېمېټزم یا د یهودیانو په ضد د نفرت په اړه په کانګرس کې د وېنا وروسته فشار زیات شوی و چې هغوی د دغه ادارو مشرۍ منصب پرېږدي.
په کلاډین ګې او د امریکا دوو نورو معتبره پوهنتونونو مشرانو د اېنټي سېمېټزم یا د یهودیانو په ضد د نفرت په اړه په کانګرس کې د وېنا وروسته فشار زیات شوی و چې هغوی د دغه ادارو مشرۍ منصب پرېږدي.

د امریکا مشهورې هارورډ پوهنتون مشرې کلاډین ګی د نهې/سه شنبې په ورځ د ادارې د صدارت نه استعفا ورکړه.

په کلاډین ګې او د امریکا دوو نورو معتبره پوهنتونونو مشرانو د اېنټي سېمېټزم یا د یهودیانو په ضد د نفرت په اړه په کانګرس کې د وېنا وروسته فشار زیات شوی و چې هغوی د دغه ادارو مشرۍ منصب پرېږدي.

د هارورډ پوهنتون د طالبعلمانو اخبار دي هارورډ کرېمزن ترمخه کلاډین ګی د صدارت موده د پوهنتون په تاریخ کې د ټولو کمه وه.

د مېرمن ګی نه وړاندې د یونیورسټي اف پېنسېلوېنیا صدرې لېز مېګېل هم تیره میاشت د فشار وروسته د خپل پوهنتون د صدارت نه استعفا ورکړې وه.

د ګې، مېګېل او د میساچوسټس انسټیټیوټ اف ټېکنالوجي ( ایم ای ټي) مشرې سېلې کورنبلوت د تېر کال د ډسمبر په پینځمه د امریکا په ایوان نمایندګان کې د اکتوبر په میاشت کې د اسرایل او حماس جګړې له پیلیدو وروسته په پوهنتونونو او د کالجونو په کیمپسونو کې د اېنټي سېمېټزم یا د یهودیانو په ضد د نفرت د زیاتوالي په اړه د اورونې په وخت وینا یا شاهدي ورکړې وه.

دغه دریو واړو مشرانو د ریپبلېکن ګوند د ایوان نمایندګان غړې ایلیس سټیفانیک پوښتنې ته غوڅ ځواب نه و ویلې چې ایا د یهودانو د نسل وژنې غوښتنه کول به د ځورونې او ځورونې په اړه د دوی د پوهنتونونو د طرزالعمل څخه سرغړونه وي.

د کانګرس په اورونه کې زیاتره لانجه د دې پوښتنې په سر راپورته شوه چې ایا د یهودیانو د قتل عام غوښتنه د پوهنتونونو د کوډ اف کانډکټ یا د ضوابطو خلاف ورزي ده او که نا؟

مېرمن ګی ویلي وو چې د دې انحصار په تناظر دی چې په کوم تناظر کې دغه خبره کېږي. هغې زیاته کړې وه چې که وېنا د عمل حد ته داخلېږي نو دا به د یونیورسټۍ د پالیسو خلاف ورزي وي.

د امریکا د کانګرس د 70 څخه زیاتو غړو یو خط لاسلیک کړی وو چې پکې د دغه پوهنتونونو د بورډ ونو څخه غوښتنه کړې وه چې دغه مشران د خپلو پوهنتونونو صدرات نه لېرې کړي.

خو میرمن ګې ته د خپل پوهنتون د همکارانو ملاتړ ترلاسه وو او هغه مهال دي هارورډ کرېمزن دا خبر ورکړی وو چې د هارورډ کارپورېشن په ملاتړ به ګې خپله چوکۍ نه پرېږدي. کلاډین ګې تیرکال د جولای په میاشت کې د هارورډ پوهنتون صدره جوړه شوې وه او د دغه پوهنتون وړمبۍ تورپوستې مشره یا صدر وه.

د هارورډ ۶۰۰ استاذانو یو خواست هم لاس لیک کړی و چې په کې غوښتنه شوې وه چې ګې دې په خپله عهده برقرار وساتل شي.

د ګی او د مېګېل تر څنګ د امریکې د یوې بلې معتبرې یونیورسټۍ اېم ايي ټي صدرې هم د کانګرس په اورونه کې شرکت کړی و او دغې پوښتنې ته د هغې جواب هم لانجمن ګڼل شوی و.

د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس غړې اېلېس سټېفانېک چې د یونیورسټیانو د صدرانو نه يې په وار وار دا پوښتنې کولې چې ایا د یهودیانو د قتل عام غوښتنې د یونیورسټیو د ضوابطو خلاف ورزي ده او که نا؟ د سوشل ميډیا په اېکس، پخواني ټوېټر، وېب پاڼه په دې ناخوښي څرګنده کړه چې هارورډ د ګی حمایت وکړو.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز او اې پي نه اخستل شوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG