لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عرب امارات، سعودي، ایران، مصر او ایتوپیا هم د بریکس تنظیم رسمي غړي شول

د بریکس هېوادونو تنظیم وایي متحده عرب امارات، سعودي عرب، ایران، مصر او ایتوپیا په رسمي توګه د دوی برخه شول او وایي ټاکل شوې چې په روان کال کې 25 هېوادونو پکې شامل شي. چین د نویو غړیو هېوادونو هرکلی کړی دی.

د تېر کال په اګست کې د بریکس هېوادونو مشرانو د سوېلي‌ افریقې په جوهانزبرګ ښار کې په خپله سرمشریزه کې د ارجنټاین په ګډون د شپږو هېوادونو د غړیتوب وړاندیز منظور کړی وو، چې د جنورۍ په لومړۍ نېټه عملي شو.

خو د ارجنټاین نوي صدر جاویر میلي تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې د بریکس هېوادونو په تنظیم کې به نه شاملېږي.

بریکس تر اوسه یواځې له پینځو هېوادونو برازیل، هند، چین او سوېلي افریقې څخه جوړ وو او د نوم لنډیز یې هم د دغو هېوادونو د نومونو له لومړیو حروفو جوړ دی خو اوس پینځه نورو هېوادونو د دې تنظیم بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ.

د سعودي عرب سرکاري ټیلویژن ویلي دغه هېواد په رسمي توګه د بریکس هېوادونو په تنظیم کې شامل شو.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په تېره اګست میاشت کې ویلي وو، د جنورۍ تر لومړۍ نېټې مخکې به په بریکس کې د شاملېدو تفصیلات څېړي او بیا به د خپلې خوښې پرېکړه کوي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان، بریکس سازمان یو مهم او ګټور چېنل یاد کړی، چې وایي د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا سبب کېږي.

د سعودي په ګډون ایران، مصر او متحده عرب امارات په داسې وخت د بریکس غړي شول چې د امریکې او چین تر منځ جغرافیایي-سیاسي ناندرۍ روانې دي او په سعودي کې د چین اغېز په زیاتېدو دی.

که څه هم سعودي عرب له امریکې سره ټینګې اړیکې لري، خو په زیاتېدونکې توګه یې د دې اندیښنې لپاره خپله لاره اختیار کړې ده چې ګواکې واشنګټن د تېر وخت په نسبت د خلیج امنیت ته لږ ژمن پاتې شوی دی.

په 2006م کال کې دا تنظیم له څلورو هېوادونو برازیل، روس، هند او چین څخه جوړ وو او لنډیز یې بریک وو، خو په 2010م کال کې چې سوېلي افریقا پکې شامل شو نوم یې بریکس شو.

یادونه:- د رپوټ اکثر معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

XS
SM
MD
LG