پخواني صدر ډونالډ ټرمپ د شورو/چهارشنبې په ورځ د امریکا له سپریم کورټ نه وغوښتل هغه فیصله منسوخه کړي چې نوموړی یې د کولراډو ریاست د انتخابي پاڼو نه منعه کړی دی. د کولراډو اعلی عدالت په ډسمبر میاشت کې په درېیو مخالفو او څلورو موافقو رایو فیصله وکړه چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري د شپږمې نېټې د بلوا د کېس په مد کې دې، پخوانی صدر ډونالډ ټرمپ کولراډو کې د آینده انتخاباتو په پاڼو کې نه پرېښودل کیږي.
سپریم کورټ کې د ټرمپ اپیل یوه ډېره اهمه مسئله ده، ځکه دا به ښکاره کېدل وي چې آیا د جنوري په بلوا کې د لاس درلودلو تور به د امریکا د آئین په بنیاد، د هغه سیاسي کردار ورختم کړي که نه.
د کولراډو اعلی عدالت خپله فیصله د آئین د څوارلسم ترمیم د درېیمې مادې پر بنیاد کړې ده او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه نېټه په کانګرس باندې حمله کې د کردار له کبله یې، ټرمپ نشي کولی چې د آئین د یادې برخې په بنیاد ځان صدارت ته کاندید کړي.
د آئین د دې برخې حکم د امریکې په تاریخ کې دومره کمه استعمال شوی چې تر اوسه سپریم کورټ هېڅ کله ورباندې نظرثاني ندی کړی.
بل پلو د امریکا په مېن ریاست کې هم د هغه ریاست سټېټ سېکرېټري چې یوه ډېموکرېټه ده، ویلي دي چې ټرمپ د جنوري شپږمې نېټې په بلوا کې د کردار له امله یې، د کاندیدانو په لیست کې نشي شاملېدلی. د ټرمپ وکیلانو په مېن ریاست کې هم د دې فیصلې په خلاف اپیل کړی دی.
د ټرمپ ناقدینو په څو څو ریاستونو کې مقدمې درجې کړي دي او کوښښ کوي چې د هغه د کاندید کېدلو مخه ونیسي.
په ۲۰۲۰ کال کې ټرمپ کولراډو ریاست کې د دیارلس فیصده ٪۱۳ پواینټونو په فرق، انتخابات بایللي و. د رېپبلېکنانو په منځ کې د نامزدګۍ مقابلې او یا د عامو صدارتي انتخاباتو د ګټلو دپاره ضروري نده چې ټرمپ دې هرو مرو په کولراډو ریاست کې کامیابه شي، مګر دا چې کولراډو هغه د خپل ریاست د رایو د پاڼې نه اېستلی دی، په نورو غټو ریاستونو کې اعلی عدالتونو او سټېټ سېکرېټریانو ته لاره هواروي چې هغوی دې هم ټرمپ د رایو له پاڼو وباسي.
د ټرمپ وکیلانو سپریم کورټ ته د اپیل په درخواست کې دا یاده کړې چې مېن ریاست، د کولراډو ریاست په نقش قدم تللی دی. هغو په درخواست کې ویلي: "د کولراډو د اعلي عدالت فیصله به په کولراډو کې په غیر آئیني توګه میلینونه وګړي د رایې د حق نه محرومه کړي، او احتمال دی چې [دا فیصله] په ټول ملک کې د میلنونه کسانو د رایو حق نه محرومه کولو دپاره د یو مثال په شان استعمال کړی شي."
ټرمپ پس د هغه سپریم کورټ ته د اپیل درخواست کړی چې تر دې وړاندې، د کولراډو ریاست رېپبلېکن پارټۍ هم سپریم کورټ ته د اپیل درخواست کړی و. قانونپوهان توقع لري چې سپریم کورټ به په دې کېس باندې نظر وکړي، ځکه کار یې دا دی چې د آئین سره تعلق کې ناحل شوې مسئلې وڅېړي، په خاصه توګه هغه چې د ملک په حکومتدارۍ پورې اړه ولري.
ټولو اړخونو له سپریم کورټ نه غوښتي دي چې په دې قضیه دې په تېزۍ سره کار پیل کړي. د ټرمپ وکیلانو د شورو/چهارشنبې په ورځ له سپریم کورټ نه وغوښتل چې آن د شفاهي دلایلو د اورېدو بغیر دې د کولراډو اعلی عدالت فیصله منسوخه کړي. مګر د کولراډو ریاست له اړخه وکیلان په دې ټینګار کوي چې شفاهي دلایل دې واورېدل شي. هغوی دا ټینګار هم کوي چې د قضیې اورېدنه دې ډېر ژر پیل شي.
Forum