لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د ګرانۍ له کبله د پټرولیم مصنوعاتو خرڅېدل 15 فیصده کم شوي دي


د پاکستان د شماریاتو اداره وايي د روان مالي کال په شپږ میاشتو کې د پټرولیم مصنوعاتو خرڅېدل 15 فیصده کم شوي او د تیر کال هم په دې موده کې دا اندازه له نهه ملينه ټنه نه 7.6 ملينه ټنه ته راکوز شوې وه.

په خیبر پښتونخوا کې د پټرولیم ایسوسيشن وايي په امروزه حساب د پټرولیم مصنوعاتو خرڅېدل 2000 لیټره ته راکوز شوي چې وایي له وجې یې کاروبارونه له تاوان سره مخ دي.

د خیبر پښتونخوا د پټرولیم ایسوسيشن مشر ګل نواز اپریدی وایي یو کال وړاندې د پټرولو بیعې د 100 روپۍ لیټر نه کمې وې او له کله نه چې د تېلو بیعې 330 روپۍ ته رسېدلې وې له هغه وروسته د پټرولیم مصنوعاتو خرڅېدل 70 فیصده کم شوي دي.

ګل نواز اپریدي وي او اې ډیوه ته وویل، د پټرولیم مصنوعاتو استعمال په روپیو کې نه دی کم شوی بلکې د دې په حجم کې کمی راغلی دی:

"په هغه وخت کې کله چې پټرول په 75 روپۍ لیټر وو او اوس یې بیعه 267 روپۍ لیټر دی نو که تاسو د روان کال په ځای د هغه وخت اندازه ولګوئ نو په دې کې 70 فیصده کمی راغلی، کوم پټرول پمپ چې به 10000 لیټر پټرول خرڅول هغه اوس 3000 لیټر پټرول خرڅوي او چا چې به 1000 خرڅول هغه 300 ته راغلی".

د شماریاتو اداره وایي د روان مالي کال په شپږو میاشتو کې د پټرولو استعمال اووه فیصده کم شوی او په دې موده کې د تېر 2023م کال د 3.83 میلينه ټنه په مقابل کې 3.57 ملينه ټنه ته راکوز شوی.

همدغه رنګه د ډیزلو استعمال شپږ فیصده کم شوی او د دې حجم د 3.36 ملينه ټنه نه 3.16 ملينه ټنه ته راکوز شوی دی.

اقتصادپوهان وایي له کله نه چې په ملک کې د پټرولیم مصنوعاتو بیعې زیاتې شوې دي خلکو یې استعمال کم کړی او د شخصي ګاډو په ځای په کاروباري ګاډو کې سفر کوي.

پوهان وایي په مجموعي توګه په پاکستان کې غربت زیات شوی او د خلکو قوت خرید کم شوی دی چې له وجې یې د توانايي په استعمال کې هم کمی راغلی دی.

اقتصادپوه خبریال لحاظ علي وایي په عمومي توګه د خلکو تګ راتګ به ډېر زیات وو د زراعتو او تعمیراتو د څانګې وروسته دا دریمه غټه څانګه ده او په هغې کې خلکو تر کافي حده پورې ګاډي ودرولي دي:

"هغه ګاډي چې دوه پېرې به یې کولې اوس په یوه پېره مجبوره دي او چا چې به ګاډي استعمالولو هغه د [پبلک] موټرو استعمال کوي".

د شماریاتو اداره وایي د روان مالي کال په پینځو میاشتو کې مجموعي د وړو او غټو ګاډو خرڅ هم 50 فیصده کم شوی او د ګاډو خرڅ د 67000 نه 33000 ته راکوز شوی چې له وجې یې د پټرولیم مصنوعاتو په خرڅ هم منفي اثرات شوي دي.

پټرولیم ایسوسيېشن وایي د ګاډو د استعمال د کمي له وجې د دوی کاروبارونه هم اغېزمن شوي دي. د پښتونخوا پټرولیم اېسوسیېشن جنرل سیکټر ګل نواز اپریدی وایي دوی ته به وړاندې په 10000 لیټرو کې اووه روپۍ په لیټر ګټه تر لاسه کېده:

"3000 لیټره خرڅ کیږي نو تاسو ووایئ چې په دې به څومره راکول کېږي نو په کاروبار ډېر اثر پرېوتی، مخکې په 2020 کې به د یو پټرول پمپ پینځه لکه یا لس لکه خرڅ کېدو خو اوس لیټرز کم شول او مونږ ته په لیټرز مارجن راکول کېږي په پیسو نه میلاویږي".

د شماریاتو ادارې په روان مالي کال کې د ګرانۍ شرحه د 29 فیصده نه زیاته ریکارډ کړې ده خو د پاکستان مرکزي بېنک وایي، د روان مالي کال په دویمه شپږ مياشتنۍ موده کې به ګراني له 20 نه تر 22 فیصده پورې وي .

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG