لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چیف جسټس: که الیکشن کمیشن څوک ټول عمري نااهله کولی شي سپریم کورټ به هم دا واک لري


د پاکستان سپریم کورټ نن په دویمه ورځ هم د ايين د آرټيکل 62 ون اېف لاندې د سياستوالو د عمري نااهلۍ د مقدمې اورېدنه کړې، او په دې بحث شوی چې الیکشن کمیشن یا سپریم کورټ یو کس د ټول عمر لپاره نا اهل ګرځولی شي او که نه.

قانون پوهان وايي سپریم کورټ کولی شي چې د نواز شریف په اړه خپلې پخوانۍ پریکړې ته بیا کتنه وکړي او که پرېکړه کې یې څه بدلون راوستل شو نو نواز شريف او جهانګير ترين دواړو ته به په ټاکنو کې برخه اخیستو ته لاره جوړه شي.

د پارلیماني غړو د ايين د ارټیکل 62 ون ایف او د الیکشن ایکټ د سېکشن 232 لاندې د نا اهلۍ د مودې په اړه د چیف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ کی اووه کسیزه بینچ د خواستونو اورېدنه وکړه.

د اورېدنې په مهال په دې خبره بحث شوی چې الېکشن کمېشن يا سپريم يو کس نااهله ګرځولی شي که نه شي.

وکیل خرم رضا په خپلو په دلايلو کی وویل چې د ارټیکل 62 ون ایف د ډیکلیریشن واک الیکشن ټربیونل لري، په ارټیکل کی د سپریم کورټ نه بلکې د کورټ اف لا خبره شوې ده.

خو چیف جسټس خپل ریمارکس کی وویل که چېرې الیکشن کمیشن د ټول عمر لپاره څوک نااهله کولی شي نو سپریم کورټ به هم واک لري.

د سپریم کورټ وکیل ارشد زمان کیاني وايي، "د ایین تر مخه سپریم کورټ واک لري چې خپلې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي. سپریم کورټ به حالاتو ته ګوري که چري سپریم کورټ وویل چې د دوی په زړه پرېکړه کې څه قانوني ټکي (نيمګړتیا) پاتې شوي وي نو کېدای شي چې سپریم کورټ خپله پریکړه اووررول (ختم) کړي او مهم ټکي پکې شامل کړی شي (يا نوې فېصله وکړي)".

د اساسي قانون په 62 اېف ون ماده کې د نااهلۍ موده نه ده لیکل شوې، خو په تېرو وختونو کې سترې محکمې دا د ټول عمر د نا اهلۍ په توګه تعبیر کړې ده.

له دې وړاندې سپریم کورټ په کال 2017م کی پخوانی وزیر اعطم نواز شریف او د استحکام پاکستان ګوند مشر جهانګیر ترین د ټول عمر لپاره نااهل ګرځولي وو.

د قانون پوهانو په خبره، که نواز شريف او جهانګير ترين د 62 اېف ون پر ځاى د اليکشن ايکټ له مخې نااهلي اعلان کړي نو په ټاکنو کې به د سيالۍ وړ وي.

د پاکستان سپریم کورټ وکیل شبیر اکبر وايي، "که چري سپریم کورټ خپلې پخوانۍ پرېکړې ته بيا کتنه وکړي یا پکې بدلون راوړې نو د دې به اثرات وي. او هغه کاندیدان چې د ټول عمر لپار نااهل کړی شوي وو، هغه به خپله لاره ومومي".

د دسمبر په 11مه نېټه د یوې مقدمې په اورېدنه کې چيف جسټس آف پاکستان قاضي فايز عيسا ويلي وو، چې د تل عمري نااهلۍ په اړه د سپريم کورټ فيصله او اليکشن ايکټ کې بدلون يو بل سره نه شي چلېدلی، دا د اساسي قانون یوه ستونزه ده چې په یو وخت کې به حل شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG