لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په ټانک کې د دوو"ترهګرو" د وژلو دعوه کړې ده


‎د پاکستان پوځ دعوه کړې د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې د استخبارتي عملیاتو پرمهال د ډزو په تبادله کې "انتهايي مطلوبه ترهګر کمانډر" د یو بل ملګري سره وژل شوی دی.

‎د پاکستان پوځ ويلي، د جمعې په شپه امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په اساس په ټانک ضلع کې وروسته له هغې عمليات کړي چې د وسله والو د موجودګۍ کره مالوت ورته ترلاسه شوي وو او "د ډزو په تبادله کې یې دغه ترهګر" وژلي دي.

پولیس وايي دا عملیات د ګومل تاڼې په کوټ اعظم سیمه کې شوي او وایي د وژل شوي تن تړاو د تحریک طالبان پاکستان سجنا ډلې سره وو.

‎ټانک د صوبې مرکز پېښور نه نیزدې 300 کلومیټره لرې سویلي ضلع ده چې پولې یې د جنوبي وزیرستان ، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان سره لګېدلې دي.

د پوځ په بیان کې ويل شوي "وژل شوی ترهګر کمانډر انتهايي مطلوب وو او پاکستان د هغه په سر 2.5 میلنه روپۍ انعام" اېښودې وې.

‎د خبر ترمخه استخباراتي او امنيتي ادارو په غېر روايتي طريقه عملياتو کې ترهګر په هدف کړي دي. خو د غېر روايتي طريقې جزيات نه دي ورکړل شوي او نه په عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته د تاوان اوښتو ويل شوي دي.

‎د پاکستان پوځ ویلي دغه عمليات د څلورمې او پینځمې جنورۍ په مينځنۍ شپه کې ترسره شوي دي.

‎د پوځ په بیان کې د بل ترهګر په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي خو ویلي یې دي، "ګل یوسف په امنيتي ځواکونو بريدونو او کاروباري خلکو نه د تاوان اخستو دپاره د تښتونو په پېښو کې ککړ وو". د وژل شوو کسانو په حواله د دې خبر خپرېدو پورې کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

د پاکستان پوځ په هیواد کې په پشپړه توګه د ترهګري ختمولو هوډ ښکاره کړی.

‎پاکستاني امنيتي ځواکونه وخت په وخت د دغه ډول عملياتو او ترهګرو د وژلو دعوې کوي.

په15م دسمبر د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې په پوليس لاین وسله وال برید شوی، وو يو پوليس افسرپه ګډون درې سپاهيان په کې وژل شوي او درې نور سپاهيان په کې ژوبل شوی وو.

د پاکستان پوځ په دغه برید کې د پینځو برید کوونکو وسله والو د وژلو دعوی کړې وه.

د دغه برید زمه داري د وسله والو یوې غیر معروف ډلې انصار الجهاد منلې وه.

د سمبر په 30 مه د ټانک ضلعې بیټني سرکل کړي حیدر سیمې خلکو ولسي غونډه کړې وه او پاڅون ته یې ویلي وو چې دوی ته پوځ د کورونو پریښولو ویلي.

خو د جنورۍ په لومړی د بيټني قامي جرګې مشرانو ویلي د پوځ او وسله والو ترمینځ خبرې کامیابې شوې او خلکو ته په خپله سیمه کې د پاتې کېدو ډاډ ورکړل شوی وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG