د پاکستان په بېلابېلو برخو کې الیکشن ټریبیونلز د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ګڼو مرکزي اؤ صوبایي مشرانو اؤ امیدوارانو د نامزدګۍ مسترد شوي کاغذونه درست منلي اؤ هغوي ته یې په عامو انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړې ده.
تر دې وړاندې تېره اوونۍ ریټرننګ افسرانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره د تحریک انصاف ګوند د ګڼ شمیر امیدوارانو د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړي وؤ چې په دې عمل د پاکستان د بشري حقونو کمیشن، سیاسي فعالینو اؤ څېړونکو پاکستان کې د صفا سوتره انتخاباتو په ترسره کېدو ژورې اندېښنې ښودلې وې.
د نامزدګۍ د کاغذونو مسترد کېدو پرضد د تحریک انصاف ګوند امیدوارانو په څلورواړو صوبو کې الیکشن ټریبیونلز ته عریضې کړې وې چې د زیارت- پنجشبنې په ورځ په دغو عریضو اورېدنې شوي اؤ د یاد ګوند د ګڼ شمیر امیدوارانو کاغذونه سم منل شوي اؤ په انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازه ورکړل شوې ده.
د کومو امید وارانو د نامزدګۍ کاغذونه چې سم منل شوي هغوي کې د پي ټي آی مرستیال مشر شاه محمود قریشي، د هغه زوي زین قریشي، د پي ټي آی عمومي سکتر عمر ایوب خان، زلفي بخاري، خېبر پښتونخوا کې د ډویژن په کچه مشر عاطف خان، د سیند صوبې مشر حلیم عادل شیخ، راجه بشارت ،عمر تنویر بټ ،نعیم پنجوتها،عارف عباسي اؤ ګڼ شمیر نور شامل دي.
ریټرننګ افسرانو تېره اوونۍ د نورو ګڼ شمیر امیدوارانو تر څنګ د تحریک انصاف ګوند دبندي مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان د نامزدګۍ کاغذونه هم مسترد کړي وؤ.
دخېبر پښتونخوا نه د قامي اؤ صوبایي اسمبلۍ لپاره چې د پي ټي آی د کومو امیدوارانو کاغدونه رد کړی شوي وؤ هغې کې د ځېنو نامې په لاندې ډول مخې ته راغلې دي.
د سوات نه مراد سعید، سلیم الرحمان، , فضل حکیم، ډاکټر امجد، د بر دیر نه صبغت الله ، د مردان نه عاطف خان ،علي محمد خان، افتخار مشواڼی، عبدالسلام اپریدی، دپېښور نه شیرافضل خان مروت ، شاندانه ګلزار ،شیر علي ارباب، دباجوړ نه ګل ظفر اؤ انور زیب ،د نوښار نه میا عمر کاکاخیل، د صوابۍ نه اسد قیصر اؤ شهرام خان ترګئ، د کوهاټ نه شهریار اپریدی، د کرک نه شاهد خټک، د ملاکنډ نه جنید اکبر،د مانسهرې نه اعظم سواتی.
همدا شان د کوز دیر نه دملک لیاقت علي خان، محمد اعظم خان، ملک شفیع الله، ملک همایون، د بر چترال نه د سکندر المک اؤ عبدالمالک ، د ایبټ اباد نه د مشتاق غني اؤ د ډیره اسماعیل خان د علي امین ګنډاپور کاغذونه هم مسترد کړل شوي وؤ.
قانون پوهان وايي د اليکشن قانون لاندې ريټرننګ افسرانو سره واک شته چې د نامزدګۍ کاغذونه مسترد کړي خو وايي د هغه دپاره کوټلی جواز پکار دی، نه دا چې يو خاص ګوند په دې لړ کې په نخښه کړی شي.
د قانون پوهانو په نظر د انتخاباتو دپاره د نامزدګۍ د کاغذاتو د کره کتنې په عمل کې قانون هر اميدوار ته دا اساني ورکوي چې په اسنادو کې د څه کمي زياتي د اصلاح دپاره وخت ورکړل شي خو وایي دلته په څرګنده توګه د يو ګوند له اميدوارانو سره د قانون نه پرته چلند روان دی.
د پيښور هایکورټ وکیل ايډوکېټ علي ګوهر وي او ای ډیوه ته ویلي "کله چې مونږ د اليکشن ايکټ وګورو د سکروټني په اړه دا باقاعده ليکل شوي چې د نامزدګۍ په کاغذونو کې کومه مسله وي ریټرننګ افسر به هغه ته موقعه ورکوي چې دا تاسو ختمه کړئ او پکار ده چې په هغې موقعې ورکولو کې د هغوي کاغذات مسترد نه شي".
د اليکشن کمېشن شمېرې ښيي د اراتلونکي انتخاباتو دپاره په هرو اتوؤ اميدوارانو کې د يو کاغذونه مسترد شوي دي او دغه شمېره بيا په سر ښار اسلام اباد کې د ټولو نه سېوا ده.
تېر کال په نهمه مې د پاکستان تحريک انصاف لخوا د احتجاجي مظاهرو او رياستي ادارو د ودانيو ويجاړولو په تور د ياد ګوند يو شمېر د مرکزي او صوبایي ليډرانو پرضد مقدمې درج شوې دي او په دغه بنياد اوس د يو شمېر مشرانو د نامزدګۍ کاغذونه مسترد شوي دي.
خو بيا ځینې د قانون ماهرين نظر لري چې په دومره لويه شمېره کې د يوې پارټۍ اميدواران د انتخابي عمل نه ویستلو سره به سياسي عمل او جمهورت ته زيان ورسيږي، وایي بايد له دې صورتحاله د ګټې اخیستلو لپاره ځای په ځای ددې دپاره د حل لاره لټول پکار دي.
Forum