د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي د پنجاب په بیلابیلو سیمو کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس د توندلارو اؤ ترهګرو پرضد عملیات کړي اؤ په دغو عملیاتو کې یې د ټي ټي پي د درو وسله والو په ګډون د اوو ترهګرو د نیولو دعوه کړې ده.
د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو( سي ټي ډي ) پخپل بیان کې ویلي دا عملیات یې د پنجاب په سرښار لاهور، قصور، سرګودها، بهاولپور اؤ بهاولنګر کې کړي دي.
سي ټي ډي دې په عملیاتو کې د ټي ټي پي اړوند د درو مهمو وسله والو د نیولو دعوه هم کړې ده.
په عملیاتو کې د نیول شوؤ ترهګرو نومونه خان زمان، شاہ محمد،عابد، خالد محمود، عظیم، احمد شاہ او نور ښودل شوي اؤ سي ټي ډي دعوه کړې ده چې هغوي په قانون نافذوونکو ادارو د حملې پلان جوړولو.
سي ټي ډي وخت په وخت د هیواد بیلابیلو برخو کې د عملیاتو ترڅ کې د ترهګرو د نیولو اؤ وژلو دعوې کوي خو ځېنې وخت د سي ټي ډي په دغو دعوؤ د میډيا اؤ ټولنیزو رسنیو له لارې شکونه اؤ پوښتنې هم راولاړیږي.
زیاتره مهال سیمه ییز خلک اؤ څېړونکي وایي سي ټي ډي د عدالت تر شا د خلکو وژنو ته د پولیس مقابلو نوم ورکوي اؤ عام خلک له کورونو پورته کوي اؤ د ترهګرو په توګه یې مطبوعاتو ته معرفي کوي.
خو حکومتي چارواکي بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس د کوټلو استخباراتي معلوماتو په اساس عملیات کوي اؤ په د ترهګرۍ پرضد دې جګړه کې ګڼ شمیر عسکرو اؤ افسرانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.
پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو نظر ساتونکې څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پيکس) وایي پاکستان کې په کال 2023م د ترهګرۍ په پيښو کې 69 فيصدي اضافه ليدل شوې او د ترهګرۍ په نتيجه کې د خلکو د وژنو شرحه تر 81 فيصدي پورې لوړه شوې ده.
د پيکس په رپورټ کې ویل شوی،په کال 2023م کې په هيواد کې 641 د ترهګرۍ پيښې شوي 974 کسان پکې وژل شوي او 1351 ژوبل شوي دي.
رپورټ زياتوي په پوځي عملياتو کې 600 ترهګر هم وژل شوي او 625 نيول شوي دي.
په رپورټ کې ويل شوي، ترهګرۍ تر ټولو زیاته خېبرپښتونخوا صوبه اغېزمنه کړې ده. له دې وړاندې د کورینوچارو وزارت هم ويلي وو چې خېبرپښتونخوا صوبې نه تر ټولو زیات د ترهګرۍ پېښې رپورټ شوي دي.
Forum