لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن په منځني ختيځ کې دی او د جګړې د خورېدو وېره زیاته شوې ده


د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن او د اردن خارجه وزیر ایمن الصفدي
د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن او د اردن خارجه وزیر ایمن الصفدي

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن منځني ختيځ ته د خپلې تازه دورې په لړ کې، نن د اتوار/یکشنبې په ورځ اردن ته ولاړ او هلته یې د اردن له پاچا، ملک عبدالله-دویم او له خارجه وزیر ایمن الصفدي سره وکتل. بلېنکن همدا شان د خوراک د عالمي پروګرام (ډبلیو اېف پي) یو ګودام ته هم ورغی، چېرته چې د غزې دپاره هلته نه خوراکي مرستې په ټرکونو کې باریږي.

د منځني ختیځ د خطې په دوره کې، اردن د بلېنکن د سفر آخري منزل و. له هغه وخته چې اکټوبر میاشت کې د اسرایل او حماس ترمنځ جنګ پیل شو، اردن او نور عرب ملکونو د فوري ډزبندۍ غوښتنه کړې ده، مګر اسرایل دا غوښتنه تر اوسه نده منلې.

د امریکا خارجه وزیر د ترکیې د صدر رجب طیب اردوان سره د خبرو وروستو، د خالي/شنبې ورځې ناوخته خبریالانو ته وویل چې ترکیه آماده ده چې د جنګ د کمولو او نورو سیمو ته د غزې د جګړې خورېدو د مخنیوي دپاره خپل اثر رسوخ استعمال کړي. طیب اردوان په غزه کې د اسرایلي پوځ د کاروایۍ یو کلک ناقد دی.

د بلېنکن سره په یو جدا ملاقات کې د ترکیې خارجه وزیر خاقان فېدان په غزه کې "یوه فوري ډزبندي" وغوښته چې د هغه ځای خلکو ته بشري امداد په آسانۍ سره ورسول شي. د ترکیې د سفارتکاري ذرائعو مطابق، هغه همدا راز د دوه-ریاسته حل لارې په سر د مذاکراتو د فوري پیل کېدو غوښتنه وکړه.

امریکا د اسرایلیانو او فلسطینیانو، دواړو دپاره په یو پایداره امن و امان ټینګار کړی، او دا یې ویلي چې غواړي فلسطینیان ځان ته سیاسي حقونه حاصل کړي، په خاص ډول د یو فلسطیني ریاست جوړېدل چې د اسرایل دپاره امن هم په کې تضمین شوی وي.

په شمالي غزه کې د حماس د "پوځي اډانې ماتېدل"

د اسرایل د پوځ یو ترجمان د خالي/شنبې په ورځ دعوه وکړه چې د هغو ځواکونو د غزې په شمالي علاقو کې د حماس ډلې "پوځي اډانه" ورماته کړې، او هلته یې شاوخوا اته زره (۸۰۰۰) تندلاري وژلي او په لسهاوو زره وسلې او میلینونه دستاوېزات یې قبضه کړي دي.

د اسرایل د پوځ ویاند ډانیل هاګاري په یو آنلاین بیان کې وویل چې اسرایل اوس د غزې پټۍ په مرکزي او جنوبي سیمو کې د حماس ډلې ماتولو ته توجو کوي، او دا یې هم یاده کړه چې دا کار به وخت اخلي.

هاګاري زیاته کړه چې په مرکزي او جنوبي غزه کې به د حماس ډلې له منځه وړلو طریقه فرق ولري، او هغسې به نه وي لکه په شمالي غزې کې چې وه. هغه دا یادونه وکړه چې "په مرکزي غزه کې د کډوالو کېمپونو کې ګڼه ګوڼه ډېره ده او د ترهګرو نه ډک دي."

د اسرایل د پوځ ویاند دا هم وویل چې د غزې په جنوب کې ډېر زیات او پيچلي سرنګونه یا سمڅې شته چې تباه کول به یې ډېر کار غواړي.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د خالي/شنبې په ورځ یو بیان کې وویل چې د حماس خلاف جنګ باید تر هغو جاري پاته شي چې اسرایل خپل درې اصلي مقصدونو ته نه وي رسېدلي او هغه "د حماس له منځه وړل، زمونږ د یرغمل تنانو راستنول، او دا یقیني کول دي چې غزه به نور اسرایل ته څه خطره نه وي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG