لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: وسله والو سره نښته کې د پاکستان یو پوځي وژل شوی


فائل تصویر
فائل تصویر

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا ناکراره قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې ترهګرو سره په نښته کې د پاکستاني پوځ یو عسکر وژل شوی اؤ پوځ دعوه کوي چې یو ترهګر یې په ژوبل حالت کې نیولی دی.

د پوځ مطبوعاتي څانګې آی ایس پي ار د ګل/دوشنبې په ورځ ویلي امنیتي ځواکونو سیمه کې د ترهګرو یوه ځاله له مینځه وړله چې په دغه مهال یې د وسله والو سره نښته شوې ده.

د پوځ بیان کې د نښتې مشخصه سیمه نه ده ښودل شوې خو ویل شوي چې وسله والو سره نښته کې د محمد ظاهر په نوم د پوځ یو حوالدار وژل شوی اؤ د وژل شوي پوځي تعلق د پښتونخوا د مردان سیمې سره ښودل شوی دی.

پوځ دعوه کړې ده چې د نښتې په مهال یې یو ترهګر په ژوبل حالت کې ژوندی نیولی دی خو د هغه پېژندګلو یې هم نه ده ښکاره کړې چې تعلق یې د کومې وسله والې ډلې سره دی؟

د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعو کې په دې وروستیو کې د امنیت وضعه یو ځل بیا خرابه شوې ده اؤ دغلته اکثره د پوځ او وسله والو تر منځ د نښتو اؤ بریدونو رپورټونه مخې ته راځي.

د افغان پولې ترڅنګ پاکستاني سیمو ته خبریالانو ته په ازادانه توګه دتګ اؤ رپورټنګ کولو اجازه نه ورکول اؤ په دې نښتو کې رسنۍ یوازې د پوځ یا مقابل لوري په بیانونو اکتفا کوي کوي اؤ رسنۍ نه شي کولی چې د جنګي‌ لوریو دعوې په ازادانه توګه تصدیق کړي.

آی ایس پي ار ویلي د ترهګرو نه د سیمې پاکولو لپاره به د شمالي وزیرستان په یاده سیمه کې خپلو د پاکونې عملیاتو ته دوام ورکړي اؤ ددې ترڅنګ یې هوډ ښودلی چې د ترهګرۍ ختمولو ته یې حوصلې لوړې دي.

تر دې پېښې وړاندې د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې هم ترهګرو د پولیسو په یو ګاډي بمي برید کړی ؤ چې پکې د پولیس چارواکو په وینا شپږ پولیس عسکر وژل شوي اؤ ۲۵ نور ژوبل وؤ .

په دغه پېښه کې د ژوبل عسکرو له جملې څخه هم د ۱۱و روغتیاي حالت سخت ښودل شوی دی.

پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو نظر ساتونکې څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پيکس) ويلي پاکستان کې په کال 2023م د ترهګرۍ په پيښو کې 69 فيصدي اضافه ليدل شوې او د ترهګرۍ په نتيجه کې د خلکو د وژنو شرحه تر81 فيصدي پورې لوړه شوې ده.

ويل شوي د ناامنۍ زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې شوې وې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG