لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د ترهګرۍ ضد عدالت کې په ډزو یو پولیس عسکر وژل شوی، دوه کسان ژوبل


په پېښور کې د ترهګرۍ ضد محکمې یا عدالت کې دننه د یو وسله وال تن په ډزو کې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ دوه تنه نور ژوبل شوي دي.

پولیس وایي دا پېښه د شخصي دښمنۍ په اساس شوې اؤ په پېښه کې ککړ تن یې په ژوبل حالت کې نیولی دی.

د پېښور پولیسو له لوري د خپور شوي بیان له مخې د ګل یا دوشنبې په ورځ یو تن د وکیل په جامه کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته ننوتلو اؤ هلته یې ناتاره ډزې وکړې چې په دغو ډزو کې د یو پولیس عسکر په ګډون درې تنه سخت ژوبل شول.

پولیس وایي ژوبل پولیس عسکر حجت الله چې وروسته کله دعلاج لپاره روغتون ته ورسولی شو نو هلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.

تر دغې پېښې وروسته وسله وال تن په عدالت کې ولاړو کسانو اؤ پولیسو نیولی اؤ سرچینې وایي هغه عامو خلکو دومره وهلی چې مرګ ته یې نزدې کړی دی اؤ د پولیسو د علاج لپاره روغتون ته انتقال کړی دی.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د مشر یا آی جي له د دفتر نه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې دا پېښه د شخصي دښمنۍ په اساس شوې ده اؤ وژل شوي پولیس عسکر د وسله وال تن د قابو کولو په هڅه کې د خپل ژوند قرباني ورکړې ده.

خېبر پښتونخوا بار کونسل په عدالتونو کې د ډزو د پېښو پرضد نن د هړتال یا کار بندیز اعلان کړی دی اؤ ویلي یې دي چې وکیلان به نن عدالتونو ته نه وړاندې کیږي.

په پېښور کې د وکیلانو سازمان هم د عدالتونو مخې ته د ډزو پېښې غندلې اؤ وایي پولیس د عدالتونو دننه خلکو ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه شوی دی.

د پېښور بار ایسوسي ایسن صدر اشفاق خلیل پخپل یو بیان کې د ترهګرۍ ضد محکمې دننه رامنځته شوې دا پېښه د پولیسو د غفلت نتیجه بللې ده اؤ ویلي یې دي چې وکیلان به د پېښې پرضد کوټلی احتجاج کوي.

د خېبر پښتونخوا په عدالتونو کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت د شخصي دښمنیو په اساس د وژنو پېښې رامنځته شوې دي اؤ پروسکال د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان سپریم کورټ بار پخوانی صدر اؤ وتلی پښتون ملت پاله سیاستمدار عبدالطیف اپریدی هم د خپل یو دښمن له لوري په پېښور هایکورټ کې په رڼا ورځ د خلکو په منځ کې وژل شوی ؤ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG