لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې د ټي ټي پي برید، د فضل الرحمان د کابل سفر به څه نتيجې ولري؟


مولانا فضل الرحمان په داسې وخت کې د کابل سفر کړی چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پرون په باجوړ کې د پوليو ټيمونو ته امنیت ورکوونکو پوليسو باندې د چاودنې زمه واري منلې ده.

څېړونکي وايي د مولانا فضل الرحمان د کابل د سفر سره د لنډ وخت لپاره يو څه ښه والی راتلی شي، خو مولانا اوس مهال په افغان او پاکستاني طالبانو ډېر اثر نه لري او داسې ډلې پکې شته چې د نوموړي د خبرو سره نفي کوي، پاکستان ته به خپلو پاليسیانو ته کتل وي.

په باجوړ کې د جنورۍ په اتمه د پولیو پر ضد څاڅکو ورکوونکو ټیمونو ته د امنیت ورکوونکو پولیسو په ګاډي شوې چاودنه کې د وژنو شمېره اووه ته رسېدلې ده. د ياد بريد ذمه واري اول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او بيا داعش هم منلې ده.

مولانا فضل الرحمان د کابل د سفر نه وړاندې د ټي ټي پي په معامله طالبانو سره د خبرو کولو په اړه ويلي وو، د دې خبرې احتمال شته چې د هغو( کابل کې واکمنو طالبانو) سره په دې موضوع خبره وکړي.

پاکستان کې په وروستيو کې د ټي ټي پي د بریدونو په سر د کابل او اسلام اباد اړیکې تاوجنې شوي او پاکستان پرله پسې تورونه لګوي چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې پاکستان مخالفو د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړې دي او هغوي له هغه ځایه پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه جوړوي.

افغان طالب چارواکي د پاکستان دا تورونه ردوي او وایي دوي د پاکستان په ګډون د هیڅ یو هیواد په ګډون خپله خاوره کارول کېدو ته نه ورکوي.

څيړونکي وايي، د مولانا فضل الرحمان د کابل سفر سره د څه وخت دپاره د دواړو هېوادونو اړيکو کې ښه والی راتلی شي، او انتخاباتو په مهال د امن وضع ښه کېدای شي خو د دوی په خبره د دايمي حل د پاره به پاکستان ته د يو بااختياره پارليمان له خوا جوړه کړل شوې تګلاره عملي کول وي.

د مردان عبدالولي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاذ ډاکټر عبدالشکور وايي،

"تېر په 2023م کال کې د پاکستان په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې امنيت ډېر خراب وو او د پاکستان يو افېشل بيانيه دا ده چې په هغې کې د ټې ټي پي لاس دی او ګڼي چې افغان طالبان دې د هغوی پرضد کارروايي وکړي يا دې خبرو ته کېښنوي يا دې پاکستان ته څه خلک حواله کړي، نو په دغه تناظر کې ورته که مونږه وګورو نو دا دوره مهمه ده او وقتي طور څه وخت د پاره داسې کېدای شي چې افغان طالبان انګېج شي".

څېړونکي وايي د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځه د اړيکو خرابېدو لوی علتونه د پاکستان په وينا د ټي ټي پي له خوا د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره کارول او د پاکستان له اړخه افغان کډوال خپل هېواد ته په زوره ستنول دي.

خو د څيړونکو په خيال مولانا فضل الرحمان اوس مهال په افغان او پاکستاني طالبانو ډېر اثر نه لري او داسې ډلې پکې شته چې د نوموړي د خبرو سره نفي کوي، دوی وايي امکان نه لري چې د مولانا فضل الرحمان په غوښتنه د دې مسلې حل په مستقل ډول راوځي.

څېړونکی او خبريال حق نواز خان وايي، " تحريک طالبان کې دننه هم داسې ډلې شته چې هغوی موقف لري چې هغوی د مولانا صېب خبرې ته به غوږ کښېنږدي او په هغوی تنقيدونه کوي، که چري افغان طالبان وغواړي چې څه کردار پکې ولوبوي نو په دغې کې افغان طالبانو ته پخپله هم ډېر مشکل شته او که چري هغوی دا خلک (ټي ټي پي) ځوروي او يا هلته کې د دوی پرضد کارروايانې کوي نو هغه مشکل افغان طالبانو ته هم شته".

د مولانا فضل الرحمان په کابل کې د واکمنو طالبانو سره د ليدنو په حواله خپاره کړی شوو بيانونو کې د ټي ټي پي په باب څه نه دي ويل شوي.

څېړونکي وايي د تحريک طالبان پاکستان مسله د تېرو څو لسيزو راهسې شتون لري او د حل کولو د پاره به پاکستان ته په خپلې بهرنۍ تګلارې نظرثاني کول وي.

ډاکټر عبدالشکور وايي، "دغې سره سم د پاکستان چې اندروني کوم صورت حال دی په هغې کې به هم ډېر غټ کارونه کول وي نو هغه چې په پاکستان کې يو پوره د پارلېمان کردار نه وي راغلې او د پاکستان پارليمان داسې خودمختاره نه وي چې په هغې کې د عوامو د جذباتو او د هغې مطابق زمونږه خارجه تګلاره هم ټاکل کېږي چې څو پورې هغه څيزونه نه وي شوې نو زما خيال دا ګرانه ده".

د ټي ټي پي سره وړاندې هم څو ځله مذاکرات شوي خو تل ناکامه شوي دي.

د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) په حکومت کې د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د مشر جنرل فېض حميد د مشرۍ لاندې د ټي ټي پي سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پېل شوي او د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي وو.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د تېر کال 2023م د نومبر په میاشت کې له ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړه ويلي وو، له ټي ټي پي سره "د مذاکراتو نه قطعاً انکار نه کوو، خو که هغه د رياست (پاکستان) سره سنجيده مذاکرات کوي نو لومړی به هغوی په غېر مشروط ډول وسله غورځوي. د هغې وروسته به بیا مذاکرات کیږي که د هغو خيال وي چې د ټوپک په زور به یې حکومت په مذاکراتو مجبوره کړي نو دا غلط فهمي دې لرې کړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG