د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" وايي په روان 2024م کال کې به په افغانستان کې بشري مرستو ته په مجبوره افغانانو کې شاوخوا 73 فیصده کسانو ته د خپلو پروګرامونو له لارې مرستې برابرې کړي.
اوچا د جنورۍ په اتمه په خپل یو رپوټ کې په افغانستان کې بشري مرستو ته د مجبوره افغانانو د اړتیاوو او هغوی ته د مرستو د برابرولو د پلان تفصیلات خپاره کړي او وایي اوس مهال 23.7 میلینه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري:
"انسان-دوسته شریکان په 2024م کال کې 17.3 میلینه وګړو ته د بشري مرستو په څو مهمو برخو کې لومړیتوب ورکوي چې په هغوی کې د خوړو مرستې، د څښلو د پاکو اوبو، علاج، تعلیم او پاکۍ بیړنۍ اړتیاوې پوره کول شامل دي".
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره وایي، په روان کال کې په افغانستان کې مرستو ته د مجبوره افغانانو لپاره د مرستو د برابرولو لپاره 3.06 اربه ډالرو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي له اغېزمنو خلکو په ځانګړي ډول له ښځو، ماشومانو او معذوره خلکو سره مرسته او د هغوی ژغورنه ډېره زیاته مهمه ده.
دغې ادارې د افغانستان حالت لا هم ښه نه دی ګڼلی او وایي ښخ شوي ماینونه او ناچاودلي توکي، پر ازاد تګ راتګ پابندۍ، د جنسیت په بنیاد د تشدد زیاتوالی، په ماشومانو درانه کارونه او د کم عمرۍ ودونه لویې ستونځې دي.
اوچا ویلي هغه ښځې چې د خپلو کورنیو مشري کوي د سړیو په نسبت د بیړني معیشت، د کم عمره نجونو د ودونو، د خوړو د نه خوندیتوب، د کارګرو ماشومانو د اړوندو مسلو له کبله په افغانستان کې تر ټولو اغېزمنو ډلو کې شمېرل کیږي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي د افغانستان د ابادۍ نیژدې نیمايي یې په لوږه کې ژوند کوي چې وایي د سړیو په نسبت له لوږې سره د مخ ښځو شمېر زیات دی.
د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، "په تېر 2023م کال کې د ټیټې کچې له اقتصادي استحکام سره سره 65 فیصده کورنیو اقتصادي ضربې تجربه کړې. کېدای شي همداسې حالت په روان کال کې هم دوام ولري چې 15.8 میلینه کسان به اغېزمن کړي".
اوچا افغانستان د موسمي بدلون له خطرونو سره مخ ګڼلی او وایي له 34 ولایتونو څخه 25 له سختې وچکالۍ سره مخ دي او 67 فیصده کورنۍ د څښلو پاکو اوبو ته د لاسرسي ستونځې لري.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې مخکې په یو رپوټ کې ویلي تېر کال افغانستان په تېرو 30 کلونو کې له تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ وو او وایي ددغې وچکالۍ په درېیم کال کې دا خطرونه لا زیات شوي دي.
طبیعي پیښې خصوصاً سېلابونه او زلزلې یو بل خطر دی چې په افغانستان کې یې د خلکو اړتیاوې لا زیاتې کړې دي. ملګرو ملتونو ویلي د تېر 2023 کال په اکتوبر کې پرله پسې زلزلو 2,75000 کسان زیانمن کړي چې وایي د سرپناه په ګډون بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
Forum