لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت کې د یوې کورنۍ 11 غړي په مرموز ډول وژل شوي دي


پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په جنوبي سیمه لکي مروت کې نامعلومو وسله والو د یو کور دننه د ښځو اؤ ماشومانو په ګډون 11 کسان په مرموزه توګه وژلي دي.

د لکي مروت پولیسو ترجمان شاهد حمید ویلي دا پېښه د لکي مروت د تختي خیل په شیخ نیازي کورونه کې مخې ته راغلې ده.

پخپل یو بیان کې هغه ویلي دغلته د یو کور نه د اتوؤ کسانو مړي موندل شوي چې نامعلومو کسانو وژلي دي اؤ بیا تښتېدلي.

د پولیسو ویاند ویلي په وژل شوؤ کې دوه مېرمنې اؤ دوه ماشومان هم شامل دي.

د سیمې نه عیني شاهدانو وي او ای ډیوه ته ویلي د وژل شوؤ اتوؤ واړو کسانو تعلق دیوې کورنۍ سره دی ؤ نامعلومو وسله والو هغوي په ګولیو ویشتي دي.

د پېښې نه سمدستي وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي اؤ دغه مړي یې د پوسټمارټم لپاره روغتون ته انتقال کړي دي؟

د لکي مروت د پولیسو ویاند ویلي پېښه کې د عملدار اؤ تابعدار په نومونو دوه وروڼه، د هغوي دواړو مېرمنې، د هغوی ماشومان اؤ دوه نور سړي وژل شوي دي چې یو پکې مېلمه بلل کېږي.

پولیس شک څرګندوي چې دا وژنې دوه ، یا درې ورځې وړاندې شوې دي خو د سیمې خلک ترې نن خبر شوي اؤ بیا یې پولیسو ته اطلاع ورکړې ده.

پولیس وایي د پلټنو نه به معلومه شي چې دا وژنې چا اؤ ولې کړې دي خو وایي له وړومبیو شهادتونو اؤ پوښتنو نه داسې برېښي چې دا یوولس واړه کسان په شخصي دښمنۍ کې وژل شوي دي.

لکي مروت سیمه د تېرې څه مودې راهسې د سختې بدامنۍ او ناکرارۍ سره مخ ده او دغلته اکثره په امنیتي ځواکونو د وسله والو د بریدونو رپوټونه په مطبوعاتو کې مخې ته راځي .

د لکي مروت ضلعې پولې د کرک، شمالي وزيرستان، ټانک، بنو، ډېره اسماعیل خان او پنجاب میانوالي ضلعې سره لګېدلې دي اؤ پرون د نهې په ورځ هم ددغه ضلعې د بیټني تحصیل دحسن خیل سیمې نه د سړکونو جوړولو د یوې کمپنۍ لس مزدوران نامعلومو وسله والو تښتولي وؤ.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG