لاس رسیدونکی لینک

 
پېښور هايکورټ پي ټي آی ته د "بېټ" انتخابي نخښه واپس ورکړه
تازه خبر

پېښور هايکورټ پي ټي آی ته د "بېټ" انتخابي نخښه واپس ورکړه


پېښور هايکورټ د پاکستان د الېکشن کمېشن فېصله معطل کړه او تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) ته یې د بېټ انتخابي نخښه بیرته کړه.

د تحریک انصاف ګوند وکیل بېرسټر علي ظفر د فېصلې وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، "د پېښور هايکورټ ډويژن بنچ د الېکشن کمېشن فېصله معطل کړه او الېکشن کمېشن ته یې حکم وکړو چې د پي ټي آی د بېټ نخښه د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه ورکړي".

هغه وويل، "پېښور هايکورټ د انصاف فېصله ورکړه، د پي ټي آی نه د بېټ نخښه تروړل شوې وه".

د پاکستان د الېکشن کمېشن لخوا د پېښور هايکورټ فېصلې ته سمدستي کوم رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

په درېمه جنورۍ هم د پېښور هايکورټ د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) نه د "بېټ" انتخابي نخښې بيرته اخستو فېصله بيرته بحال کړې وه.

په 26م دسمبر د پېښور هايکورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند نه د "بېټ" د نخښې بيرته اخستو د الېکشن کمېشن فېصله معطل کړې وه.

له دغې درې ورځې وړاندې د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف ګوند د پارټۍ په کچه (انټرا پارټي) شوي انتخابات رد کړي او یاد ګوند څخه په راتلونکو انتخاباتو کې د "بېټ" انتخابي نخښه بیرته اخستل شوې وه.

الېکشن کمېشن د پېښور هايکورټ د فېصلې ضد هايکورټ ته بيا خواست کړی او فېصلې ته د بيا کتو خواست یې کړی وو.

په درېمه جنورۍ د پېښور هايکورټ جج جسټس اعجاز خان د الېکشن کمېشن لخوا فېصلې ته د بيا کتنې په خواست محفوظ کړې او مازيګر یې فېصله اورولې او د الېکشن کمېشن د 22م دسمبر فېصله یې بحال کړې وه.

پي ټي آی د الېکشن کمېشن ياده پرېکړه په پېښور هایکورټ کې چېلنج کړې وه.

د پاکستان د الېکشن کمېشن مشر (چيف الېکشن کمېشنر) سکندر سلطان راجه په مشرۍ پينځه کسيزه بنچ د 22م دسمبر په شپه د پي ټي آی ګوند د ګوند په کچه شوو انتخاباتو باندې فېصله اورولې وه.

په فېصله کې ويل شوي وو، پي ټي آي چې د دسمبر په میاشت کې د ګوند په کچه کوم انتخابات کړي هغه د الېکشن کمېشن د قانون سره سم نه وو.

د پي ټي آی د ګوند په کچه انتخاباتو کې بېرسټر ګوهر خان د ګوند نوی چيرمېن ټاکل شوی وو.

د پي ټي آي د ګوند په کچه انتخاباتو ترسره شوو انتخاباتو ضد الېکشن کمېشن ته خواستونه شوي او اعتراضونه پرې راپورته کړی شوي وو.

د پاکستان الېکشن کمېشن په اتمه فرورۍ د عامو انتخاباتو اعلان کړی، د نامزدګۍ دپاره کاغذونه جمع کړی شوي او د جانچ پړتال عمل یې روان دی.

د الېکشن کمېشن ترمخه په 13مه جنورۍ به انتخابي نخښې اعلانولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG