لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرکټ نړیوال کونسل (آی سي سي) د ټیسټ بیټینګ او بالینګ نوې درجه بندي اعلان کړې

د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی کپتان بابر اعظم په درجه بندۍ کې دوه درجې ښکته تللی دی. د هند بېټسمن وراټ کوهلي په درجه بندۍ کې درې درجې بره شوې دې او په شپږم مقام راغلی دی.
د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی کپتان بابر اعظم په درجه بندۍ کې دوه درجې ښکته تللی دی. د هند بېټسمن وراټ کوهلي په درجه بندۍ کې درې درجې بره شوې دې او په شپږم مقام راغلی دی.

د کرکټ نړیوال کونسل (آی سي سي) د شورو/چهارشنې په ورځ د ټیسټ کرکټ د بیټینګ او بالینګ نوې درجه بندي یا رینکنګ اعلان وکړو.


په دغه درجه بندې کې د نیوزیلېنډ بېټسمن کین ویلیمسن په لومړي مقام دی ، د انګلستان جو روټ په دویم او د اسټرالیا سټیون سمیټ دریم ځای لري.

د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی کپتان بابر اعظم په درجه بندۍ کې دوه درجې ښکته تللی دی.

د هند بېټسمن وراټ کوهلي په درجه بندۍ کې درې درجې بره شوې دې او په شپږم مقام راغلی دی.

بلخوا د آی سي سي په نوې ټیسټ بالینګ درجه بندۍ کې د هند بالر(توپ اچونکی) روي چندران اشوین وړومبی مقام ترلاسه کړی دی.

د اسټرالیا بالر پیټ کمینز یو مقام پورته شوی او دویم مقام ته رسیدلی او د سویلي افریقا بالر کاګیسو رباډا یو مقام ښکته شوی دی.

د هند بالر جسپریت بومرا او رویندرا جدیجا په ترتیب سره څلورم او پنځم مقام لري.

د آی سي سي د ټیسټ بالینګ په درجه بندۍ کې هیڅ پاکستانی بالر په لسو غوره بالرانو کې نه دی راغلی.

یادونه: د دې رپورټ معلومات وي او اردو څانګې نه اخیستل شوي

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG