د ملګرو ملتونو امنیت شورا/سېکوریټي کونسل د شورو/چهارشنبې په ورځ یو قرارداد منظور کړ او په بحیره احمر کې یې د یمن د حوثیانو له اړخه په تجارتي کښتیو باندې حملې وغندلې او د دې حملو فوري ختمېدل یې وغوښتل.
دغه قرارداد، چې د امریکا او جاپان لخوا سېکوریټي کونسل ته وړاندې شوی و، وایي چې د حوثیانو په لسهاوو حملو، عالمي تجارت ته خلل جوړ کړی "او د سمندري تګ راتګ حقونو او آزادیو او همدا راز امن او امان ته نقصان رسوي."
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې دغه قرارداد ته یوولس (۱۱) موافقې رایې ورکړل شوې، مخالفې رایې موجودې نه وې، او څلورو ملکونو – روس، چین، الجزایر، او موزامبیق – هېڅ ډول رایه ورنکړه. قرارداد باندې د ووټ اخېستو نه سمدستي وړاندې، سېکوریټي کونسل هغه درې ترمیمات رد کړل چې د روس له اړخه د مسودې دپاره وړاندې شوي و.
د یمن حوثیان چې د ایران ملاتړ ورسره دی، د ۲۰۱۴ کال راهېسي د یمن له حکومت سره چې په عالمي کچه په رسمیت پېژندل کیږي، په جنګ کې ښکېل دي. حوثیانو ویلي په بحیره احمر کې یې اسرایل ته تلونکو کښتیو باندې حملې په دې مقصد پیل کړي چې اسرایل دې سمدستي په غزه کې د جګړې نه په شا شي.
د اسرایل دا جګړه پس د هغه پیل شوې چې د اکټوبر په ۷مه نېټه حماس ډلې په ناڅاپي توګه د اسرایل په جنوبي علاقو حمله وکړه، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل، او قریب ۲۵۰ یې ځان سره یرغمل یووړل. اسرایل چې په جواب کې په غزه حملې شروع کړي دي، په نتیجه کې یې، د غزې د صحت چارواکو پّ وینا، څه دپاسه درویشت زره (۲۳۰۰۰) کسان وژل شوي چې اکثره یې ښځې ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو سېکوریټي کونسل په خپل قرارداد کې د ګېلکسي لیډر په نوم د هغې کښتۍ فوري خلاصون غوښتی چې د حوثیانو په اوله حمله کې هغې ډلې قبضه کړله. دا کښتۍ د یوې جاپانۍ کمپنۍ له طریقه اداره کېدله، خو اسرایل سره یې یو تعلق درلود. د نوامبر په ۱۹مه، حوثیانو هغه د عملې سره یې، پخپلې قبضې کې راوستله.
حوثیانو خپلې حملې جاري ساتلي او د نهې/سې شنبې ناوخته یې په بحیره احمر کې په ډرونونو او میزائیلو نورې کښتۍ په نښه کړلې، خو امریکا وایي چې دې حملې کې هېڅ کوم نقصان ندی اوړېدلی.
بحیره احمر د سعودي عرب ختیځ پلو واقع شوې چې اېشیا او منځني ختیځ د سوئز کانال د طریقه، یورپ سره نښلوي. د نړۍ د تېلو قریب لس فیصده (٪۱۰) تجارت د همدې لارې کیږي.
امریکا او ورسره نورو دوولسو (۱۲) ملکونو تېره هفته یو بیان جاري کړ او هغه کې یې د حوثیانو حملو فوري خاتمه وغوښتله. په بیان کې دا خبرداری هم ورکړل شو چې آینده حملو ته به په مشترک ډول عکس العمل وښودلی شي.
د دې رپوټ معلومات د اې پي نه اخستل شوي دي
Forum