لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش کې د شېخ حسینه بیا واک اختیار راتلو باندې د هند د خوشحالۍ وجه څه ده؟


څېړونکي وایي، په بنګله دېش کې د څلورم ځل دپاره د شېخ حسینې د عوامي لیګ پارټۍ واک اختیار ته راتلل، د هند دپاره یوه د خوشحالۍ خبره ده.

په داسې حال کې چې برطانیې او امریکا ویلي دي چې د بنګله دېش دا وروستۍ ټاکنې قابل اعتبار، آزادې او منصفانه نه وې، هندوستان شېخ حسینې ته د یو نږدې اتحادي په حیث ګوري، البته په داسې یوه خطه کې چې د هند پوځ یو خوا ته د پاکستان او بل اړخ ته د چین سره په سرحدي لانجو باندې د مقابلې د خطرو سره مخ دی.

په نوې ډیلي کې د آبزرور ریسرچ فاونډېشن د مطالعاتو او خارجي پالیسۍ نایب صدر هارش پانټ وایي چې په همدې وجه د هند سره د اوږد مشترک سرحد درلودونکي هېواد بنګله دېش کې یو دوست حکومت، د هند د امن دپاره ډېر زیات اهم دی.

هارش پانټ وایي: "وړاندې تر هغه چې شیخ حسینه واک اختیار ته ورسیږي، ډهاکه او ډیلي ترمنځ د تعلقاتو په حوالې سره هند د ډېرو تلاطماتو سره مخ شو، مګر د کله نه چې په ۲۰۰۹ کال کې شیخ حسینه واک ته ورسېدله، هغه [د هند] ډېره کلکه اتحادي پاته شوې ده. د د هند شاوخوا د چلېنجونو ډکه خطې ته په کتلو، هند د ډېرو ناندرو سره مخ دی، د مثال په طور د چین زیاتېدونکی موجودیت. او دا معموله ده چې هند د هغې (شیخ حسینې) د واکمنه پاته کېدو غوښتونکی اوسي."

د هند وزیراعظم نریندرا مودي یو له وړومبیو مشرانو و چې شیخ حسینې ته یې په انتخاباتو کې د کامیابه کېدو مبارکي ورکړه.

مودي په اېکس (پخواني ټوېټر) ولیکل: مونږ ژمن یو چې د بنګله دېش سره خپله پایداره او د عوامو په بنیاد شراکت داري لا نوره پسې مضبوطه کړو."

شیخ حسینې هم د خپلې کامیابۍ نه پس په یو خبري کنفرانس کې هندوستان د بنګله دېش "یو غوره دوست" وبللو.

څېړونکي وایي، د هندوستان دپاره تر ټولو زیات خپل سټراټېجیک مفادات په وړومبۍ درجه کې راځي او شیخ حسینې په مهارت هم د چین او هم د هند سره توله تعلقات ساتلي دي. چین د بېلټ اېنډ روډ منصوبې د لارې، د جنوبي ایشیا ملکونو کې خپل اثررسوخ په زیاته پیمانه پراخ کړی دی.

ډهاکه په کال ۲۰۱۶ کې د بجېنګ بېلټ اېنډ روډ منصوبې کې شامل شو. چین په بنګله دېش کې بنیادي اډانې جوړوي چې په کې پلونه، د بجلۍ کارخانې، او د رېل منصوبې شاملې دي. همدا راز چین د بنګله دېش دپاره د پوځي سامانونو اهم سپلائیر دی.

په جواهر لعل نهرو پوهنتون کې د نړېوالو مطالعاتو د څانګې مشر، شري کانټ کونډاپالي وایي، "ځیني منصوبې چې دوه اړخه استعمال درلودلی شي، په ډیلي کې یې پوښتنې راپیدا کړي دي. بجېنګ په بنګله دېش کې د آبدوز یوه اډه جوړوي، او ډهاکه ته یې دوه آبدوزونه هم ورکړي دي. د هغو ترمنځ هر ډول پوځي همکاري به د فکرمندۍ خبره وي."

خو بیاهم، شري کانټ وویل چې بنګله دېش "د چین سره خپل شراکت داري د یو ترقیاتي شراکت دارۍ په حیث یادوي او په عمومي توګه د هند د حساسیتونو خیال ورسره شته."

د بنګله دېش خارجه وزیر عبدالمؤمن د انتخاباتو نه پس، د انډیا ټو ډې ټي وي سره په یوه مرکه کې وویل: "مونږ د هر قسمه مرستې یا پېسو د ترلاسه کولو په وخت کې ډېر هوښیار یو. نو په کار نده چې خلکو سره دا ېره وي چې ګني بنګله دېش به چین ته ځان وسپاري."

ځیني څېړونکي وايي په بنګله دېش کې د شیخ حسینه د واک اختیار دوام، د هند دپاره د سکون ساه ده. په ګاونډ کې د مالډیف په هېواد کې چې څه موده مخکې د چین طرفداره حکومت واک اختیار ته ورسېدو، نو د ډېلي ورسره تعلقات خړ پړ شول.

یو بل څېړونکی سنکالپ ګورجار وایي، "په بنګله دېش کې هغسې د چین ډېر پلویتوب او د هند سره د ضدیت بهیر نشته لکه څنګه چې مونږ په سري لنکا کې وکتلو او یا اوس یې مالډیف کې ګورو."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG