د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وايي، "وسله وال مونږ ويروي خو مونږ نه ويريږو که وسله وال لس حملې کوي زر ځله جواب ورکوو، دوی بزدل، بې غېرته دي په پټه پټه حملې کوي که په دوی کې غېرت وي مخامخ دې راشي جګړه دې وکړي".
نوموړي نن د زيارت- پنجشنبې په ورځ پېښور کې پوليس دربار ته په وینا کې وویل، "د ترهګرۍ ضد جګړه ګټل شوې ده يواځې د دې ګټې اعلان پاتې دی څه وخت به لګي په دې اعلان کې، شپږ مياشتې، يو سال، يو نيم کال، زه نه يم خبر".
هغه وویل "مونږ د پېښور د اې پي اېس (ارمي پبلک سکول) پېښه نه ده هېره کړې او نه به یې هېره کړو".
د انوارالحق کاکړ په خبره، "څوک چې ترهګر دي هغو په خپله دا فېصله کړې ده، هغوی ځي په څه وجه هم، څوک خودکش جوړيږي او څوک نور څه، د دغه اختیار وروسته چې دوی په خپله استعمال کړی د خواخوږۍ لايق نه دي".
ښاغلي کاکړ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې دوام لري.
پرون تازه د ناامنۍ پېښو کې د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا ناارامه قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان او بلوچستان صوبه کې عامو ټاکنو ته په ولاړو دوو امیدوارانو وسله وال بریدونه شوي دي.
شمالي وزيرستان کې په وسله وال بريد کې د یو امیدوار ملک کلیم الله په ګډون درې کسان وژل شوي او بل امیداوار اسلم بېدي سخت ژوبل شوی دی.
هم پرون د پاکستان پوځ ویلي، د خېبرپښتونخوا په جنوبي سیمه لکي مروت کې یې ترهګرو سره نښته شوې، دوه پوځیان او "دوه ترهګر" پکې وژل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان د دغه پېښې زمه واري منلې ده.
خېبر پښتونخوا کې د روانې اوونۍ په مهال وروسته له هغې په پوځ او پولیسو د بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې چې د پاکستان د یوې سیاسي مذهبي ډلې جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د ټي ټي پي د بریدونو پسر د پاکستان او افغان طالبانو دحکومت تر منځ د سیوا شوي تاو تریخوالي کمولو په موخه د کابل په سفر دی.
په لکي مروت کې د پوځ او وسله والو ترمنځ د نښتې یوه ورځ وړاندې کوهاټ کې په ټول پلازه او امنیتي پوسته هم وسله وال بريد کې درې پولیس او یو عام تن وژل شوي وو. د دغه بريد زمه واري هم ټي ټي پي منلې وه.
همدا شان د نهې په ورځ په ډیره اسماعیل خان کې د پولیو ضد څاڅکو ورکوونکې ډلې په حفاظت مامورو پولیسو باندې هم د وسله والو برید کې دوه پولیس عسکر وژل شوي وو.
تر دې پېښو درې ورځې وړاندې قبایلي ضلعه باجوړ کې د پولیو ډلو حفاظت لپاره د پولیسو په روان ګاډي بمي برید شوی وو چې پکې د وژل شوو پولیسو شمېره اتو ته رسېدلې او 25 پورې نور ژوبل شوي وو.
د یادې چاودنې زمه واري تحريک طالبان پاکستان او داعش دواړو منلې وه.
Forum