د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل، د یو فلسطیني ریاست جوړېدو ته د لارې هوارولو په مقصد، د منځني ختیځ د عربو ګاونډیانو سره د اسرایل کار کول، د ایران د علېحده کولو موثر ترینه لاره ده.
بلېنکن د مصر په پایتخت قاهره کې د صدر عبدالفتاح السیسي سره د ملاقات وروستو، کله چې د قاهرې نه روانېدلو، خبریالانو ته وویل: "داسې یوه لاره موجوده ده چې هم په خطه کې د شمولیت دپاره د اسرایل ضروریات او خواهشات، او حقیقي امن مهیا کوي، او هم د فلسطینیانو دپاره د هغو د خپل یو ریاست خوبونه ورباندې رښتیا کېدلی شي."
بلېنکن پخپلو خبرو کې زیاته کړه: "فکر کوم دا نظریه روښانه ده، مګر دا چې مونږ ورباندې کار پیل کړو، دا چې دا پروسه په واقعي توګه پیل شي، د دې دپاره په کار ده چې غزه کې شخړه ختمه شي. دا ډېره اهمه ده."
د اسرایل وزیر اعظم بنیامین نېتنیاهو په کلکه د دوه ریاستونو د جوړېدو تجویز رد کړی دی.
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن چې په دې وروستي ځل کې په اووه ورځېني سفر منځني ختیځ ته ولاړ، قاهره یې د دې دورې لسم او آخري منزل و. د دې دورې مقصد، د غزې د جنګ محدوده ساتل و چې نورو سیمو ته خپور نشي، فلسطینیانو ته بشري امداد کې اضافه راوستل، د اولسي خلکو د تحفظ یقیني کول، او د هغو یرغمل شوو تنانو په آزادولو باندې کوشش و چې د حماس تندلارو په قید کې پاته دي.
د زیارت/پنجشنبې په سهار، بلېنکن د مصر د شراکت دارۍ قدرداني وکړه چې په غزه کې فلسطینیانو ته د بشري امداد په رسولو کې مرسته کوي.
د امریکا خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي: "خارجه وزیر بلېنکن او صدر السیسي (حماس ډلې په ولقه کې) د ټولو یرغمل پاته شوو کسانو د خلاصون یقيني کولو دپاره په روانو کوښښونو بحث وکړ. خارجه وزیر (بلېنکن) یو ځل بیا د امریکا ژمنه تکرار کړه چې یقیني کوي چې د غزې نه فلسطینیان په جبري توګه بېځایه نشي او سیمه ییز امن حاصل شي چې په هغه کې د اسرایل امن تضمین وي او د یو فلسطیني ریاست د جوړېدو (تجویز) پرمخ ولاړ شي."
تر دې وړاندې حماس څه دپاسه سل تنه یرغمل شوي کسان د اسرایل سره په تبادلې کې آزاد کړل او اسرایل ۲۴۰ فلسطیني قیدیان آزاد کړل چې د دې تبادلې او د موقتې ډزبندۍ په معامله کې، مصر د منځګړي کردار لوبولی و.
مصر کوشش کوي چې د اسرایل او حماس ترمنځ د یرغمل شوو کسانو په سر مذاکرات بیا پیل کړي.
د امریکا د سنټرل کمانډ پخوانی کمانډر (ر) جنرل کېنټ مکېنزي د شورو/چهارشنبې په ورځ د یو وېبینار په ترڅ کې، مایوسي څرګنده کړه.
هغه وویل: "فکر کوم د باقي پاته شوو یرغملانو راخوشې کول به ډېر سخت وي...هغوی آخرین څه دي چې حماس یې په لاس کې لري. زه خوشبینه نه یم چې مونږ به د هغو یرغمل شوو تنانو زیات شمېر یې بېرته کورونو ته راولو."
بلېنکن قاهرې ته د تګ نه وړاندې، د شورو/چهارشنبې په ورځ، په لویديځه غاړه کې د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس سره وکتل، چې د هغه نه پس عباس د مصر له صدر فتاح السیسي او د اردن د پاچا ملک عبدالله-دویم سره هم خبرې وکړې.
د اردن، مصر او فلسطینیانو دغو مشرانو یو مشترک بیان خپور کړ چې په کې د نړېوالې ورورولۍ نه وغوښتل شول چې په غزه کې د فوري ډزبندۍ او د عوامو فلسطینیانو د حفاظت دپاره دې فشار جاري وساتي.
عباس، السیسي او ملک عبدالله په دې هم ټینګار وکړ چې ضروري ده بېځایه شوي فلسطینیان وکړی شي بېرته غزې کې خپلو کورونو ته ستانه شي. هغو د اسرایل لخوا د جنګ نه پس د سیمو د بیا قبضه کولو هر ډول کوشش رد کړ.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د شورو/چهارشنبې په ورځ په ټي وي کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې اسرایل "د غزې د دایمي قبضه کولو او یا د هغه ځای د اولسي آبادۍ د بېځایه کولو هېڅ قسمه اراده نلري."
نيتنیاهو وویل: "اسرایل د حماس د ترهګرو سره جنګیږي، نه د فلسطیني آبادۍ سره، او مونږ دا کار د عالمي قانون سره په مطابقت کې کوو."
اسرایل راضي شوی چې د ملګرو ملتونو یو مېشن ته اجازت ورکړي چې د غزې په جنګ ځپلو شمالي علاقو کې د بېځایه شوو فلسطینیانو د بیا ستنېدو دپاره، د حالاتو جاج واخلي.
Forum