لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د خزانې وزارت: آی اېم اېف د قرضو د پروګرام نوی ۷۰۰ میلینه ډالري قسط منظور کړ


د پاکستان د خزانې وزیر ویلي چې نړېوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) اېکزېکېټیو بورډ د زیارت/پنجشنبې په ورځ د هغه ملک دپاره د درې بلین ډالرو د قرض د پروګرام له جملې نه، اووه سوه (۷۰۰) میلینه ډالرو قسط ورکول منظور کړل.

د پاکستان خزانې وزارت په یو بیان کې ویلي چې د آی اېم اېف اېکزېکېټیو بورډ د دغو ۷۰۰ میلینه ډالرو د قسط ورکول پس د هغه منظور کړل چې د پاکستان د اقتصادي اصلاح د پروګرام وړومبی جاج یې واخېست.

د آی اېم اېف له اړخه د دغه اووه سوه میلینه ډالرو د قسط ورکړه به پاکستان ته د قرضو د پروګرام د لارې د ټولو قسطونو پیمانه چې تر اوسه ورکړی شوې، یو اعشاریه نهه (۱.۹) بلینه ډالرو ته ورسوي.

پاکستان د ۲۰۲۲ کال راهېسي د داسې ناوړه اقتصادي بحران سره مخ پاته دی چې تر اوسه یې په تاریخ کې مثال ندی لیدلی شوی. په ۲۰۲۲ کې د موسمي بدلون په نتیجه کې چې پاکستان کې څه سیلابونه وبهېدل، په نتیجه کې یې اوولس سوه و نهه دېرش (۱۷۳۹) تنان مړه شول او د ملک اقتصاد ته دېرش بلین ډالر نقصان ورسېدلو.

حالات تېر کال پس د هغه نور هم پسې خرابه شول چې پاکستان د خپلو خارجي قرضو په ادائیګي کې د وروسته پاته کېدو درشل ته ورسېد، ځکه د آی اېم اېف له اړخه د بېل اوټ یا د قرضو پروګرام یو اهم قسط ځنډېدلی ؤ.

د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې آی اېم اېف پاکستان ته د درې بلین ډالرو قرضې پروګرام وروستو له هغه منظور کړ چې پاکستان د سبسائیډیو یا مراعاتونو په کمولو او د ټېکسونو په زیاتولو راضي شو. دا د آی اېم اېف د قرضو د پروګرام اهم شرطونه و.

د آی اېم اېف دغه قرضه د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشتې راهیسي ځنډېدلې پاته وه.

پاکستان ته د آی اېم اېف د قرضې دا نوی اووه سوه میلین ډالري قسط په داسې وخت کې منظوره کیږي چې آینده میاشت کې په ملک کې انتخابات کېدونکي دي او نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د حکومت په چارو موقت نظر ساتي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG