نیوزیلېنډ پاکستان ته د پنځوؤ شل اوریزو لوبو د لړۍ په وړومبۍ سیالۍ کې په ۴۶ منډو ماتې ورکړې ده.
د جمعې په ورځ اکلینډ کې د ترسره شوې دغه سیالۍ پچه د پاکستان کپتان شاهین اپریدي وګټله اؤ نیوزیلنډ ته یې د بیټنګ بلنه ورکړه چې د نیوزيلینډ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورنو کې د ۸ لوبغاړو په تاوان ۲۲۶منډې جوړې کړې.
وړومبی د نیوزيلینډ ډیون کانوی اؤ فن ایلن بېټنګ ته را ووتل خو کانوی هیڅ یوه منډه جوړه نه کړی شوه اؤ وسوځېدو.
تر هغې وروسته په دویم اوور کې فن ایلن د پاکستاني باولر شاهین اپریدي نه ۲۴منډې واخستې.
فن ایلنډ ټول ۱۵ بالونه ولوبول اؤ په هغې یې ۳۴منډې جوړې کړې چې د پاکستاني باولر عباس اپریدي په ګیند وسوځېدو.
کپتان کین ولیمسن ۵۷ اؤ ډیرل مچل ۶۱ منډې جوړې کړې، همدا شان ګلین فلپس ۲۱،مارک چیپ مین ۲۶ اؤ ایډم ملنی ۱۰مندې جوړې کړې اؤ ایس سودهي بیا په صفر وسوځېدو.
د پاکستان له لوري عباس اپردي اؤ شاهین اپریدي درې،درې اؤ حارث روف دوه ویکټې ترلاسه کړې.
د نیوزي لینډ لخوا د ورکړل شوي هدف په تعقیب کې چې کله د پاکستان اوپنران سایم ایوب اؤ محمد رضوان لوبې ته راووتل نو صایم ایوب په ۳۷ منډو اؤ محمد رضوان په ۲۵منډو جوړولو وسوځېدل.
فخرزمان ۱۵،افتخار احمد ۲۴،اعظم خان ۱۰ اؤ بابر اعظم ۵۷منډې جوړې کړې .
همدا شان شاهین اپریدي په دې سیالۍ کې یوه منډه هم ونه کړه اؤ وسوځیدو خو اسامه میر اؤ عباس اپریدي بیا یوه ، یوه اؤ عامر عباس ۱۴منډې جوړې کړي دي.
د نیوزیلنډی ټم ساوتهي څلور، ایډم ملنی اؤ بین سینرز دوه،دوه لوبغاړي وسوځول اؤ اش سوډهي بیا یوه ویکټه ترلاسه کړه
Forum