لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سراج حقاني: پاکستان سره سرحدي معاملې په مذاکراتو او ګډه همکارۍ پرمخ وړل غواړو


د پاکستان د سیاسي مذهبي ډلې مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان ته د خپل سفر په پائ کې په کابل کې د طالبانو د حکومت لوړ پوړو چارواکو سره لیدنې کړي اؤ په مهمو چارو یې ورسره خیالات تبادله کړي دي.

مولانا فضل الرحمان سره په لیدنه کې په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، د دوي حکومت پاکستان سره په داخلي چارو کې غوره اړیکو ته لېواله دی اؤ غواړي چې د دواړو هیوادونو سرحدي معاملې باید د مذاکراتو اؤ ګډې همکارۍ له لارې پرمخ یوړل شي.

مولانا فضل الرحمان د یکشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ د افغانستان په سفر پلازمینې کابل ته رسیدلی ؤ چې دغلته یې د طالب چارواکو سره تر لېدنې وروسته اوړمه ورځ په کندهار کې د طالبانو د مشر هبت الله اخند زاده سره هم لیدنه کړې وه خو ددغه لیدنې په اړه جذیات رسنیو ته نه دي ښکاره کړل شوي.

افغانستان ته مولانا فضل الرحمان خپل دا سفر وروسته له هغې کړی چې په دې وروستیو کې دپاکستان دننه یو وارې بیا د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ پاکستاني چارواکي تورونه لګوي چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړې دي اؤ هغوي له هغه ځایه پاکستان کې د بریدونو منصوبې جوړوي.

خو افغان طالب چارواکو په وار وار د پاکستاني مشرانو دا تورونه رد کړي اؤ وایي دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا نورو هیوادونو پرضد وکاروي.

افغانستان ته په سفر له روانېدو یوه ورځ وړاندې اسلام اباد کې میډیا سره خبرو کې مولانا فضل الرحمان ویلي وؤ هغه ته دافغانستان د سفر بلنه د طالبانو حکومت ورکړې ده خو ویلي یې وؤ چې د پاکستان ریاست هم د خپلو غوښتنو اؤ دریځ نه خبر کړی اؤ په دې سفر کې به افغان طالبانو سره د ټي ټي پي په معامله هم وغږیږي.

افغانستان کې دخپلې پینځه ورځنۍ ایسارتیا په مهال چې مولانا فضل الرحمان د څومره طالب مشرانو سره لېدنې کړې دي ، نه هغه پخپله اؤ نه هم طالب مشرانو ویلي دي چې ایا په دغه لیدنو کې د ټي ټي پي په هکله څه خبرې اؤ فیصلې شوې دي؟

مولانا فضل الرحمان د جمعې په ورځ دافغانستان له سفره بېرته خپل هیواد پاکستان ته روان شوی دی .

پاکستاني رسنۍ وایي اسلام اباد ته له روانېدو وړاندې نوموړي‌ په کابل کې د طالبانو د حکومت مرستیال وزیراعظم عبدالغني برادر،د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، دبهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ،ددفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد اؤ د مهاجرینو د چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني سره لېدنې کړي اؤ د اړونده خوښۍ په یو شمیر موضوعاتو ورسره غږېدلی دی.د جماعت علماء اسلام لخوا د خپور شوي بیان له مخې مولانا فضل الرحمان سره په خبرو کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان سفر نېکمرغه بللی اؤ د دواړو هیوادونو په نزدیکت کې یې دهغه هڅې ستایلي دي.

مولانا فضل الرحمان ویلي افغانستان ته د هغه د سفر موخه د پاکستان اؤ افغانستان ترمنځ داخلي اؤ خارجي ثبات راوستل دي اؤ دامن اؤ خوشحالۍ راوستو لپاره دواړو هیوادونو ته اړتیا ته چې خپلې تجارتي اړېکې پراخه کړي.

ایکسپریس ټریبېون ورځپاڼې لیکلي چې مولانا فضل الرحمان سره لېدنه کې د طالبانو دحکومت د کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني پاکستان نه دافغان کډولو په زوره په ویستل کېدو اندېښنې ښودلي اؤ ویلي یې دي چې پاکستان باید افغان کډوالو سره د ناروا چلند نه لاس واخلي.

خلیل الرحمان حقاني ویلي، پاکستان ته پکار ده چې پخپله خوښه د راستنېدو لپاره باید افغان کډوالو ته وخت ورکړي .

ټریبیون وایي مولانا فضل الرحمان په دغه لېدنه کې ویلي چې هغه پخپله هم د پاکستان نه په بېړه کې د افغانانو د ویستلو خلاف دی اؤ ددې پرضد یې غږ هم پورته کړی دی.

مولانا فضل الرحمان د طالبانو د حکومت د رئیس الوزارا مرستیال عبدالغني برادر سره هم لیدلي اؤ ایکسپریس ټریبیون وایي چې په دغه لیدنه کې ددفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد،خارجه وزیر امیر خان متقي د تجارت وزیر اؤ نورو لوړ پوړو طالب چارواکو برخه درلوده.
د جماعت علماء اسلام لخوا د خپور شوي بیان له مخې مولانا فضل الرحمان سره په خبرو کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان سفر نېکمرغه بللی اؤ د دواړو هیوادونو په نزدیکت کې یې دهغه هڅې ستایلي دي.

مولانا فضل الرحمان ویلي افغانستان ته د هغه د سفر موخه د پاکستان اؤ افغانستان ترمنځ داخلي اؤ خارجي ثبات راوستل دي اؤ دامن اؤ خوشحالۍ راوستو لپاره دواړو هیوادونو ته اړتیا ته چې خپلې تجارتي اړېکې پراخه کړي.

ایکسپریس ټریبېون ورځپاڼې لیکلي چې مولانا فضل الرحمان سره لېدنه کې د طالبانو دحکومت د کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني پاکستان نه دافغان کډولو په زوره په ویستل کېدو اندېښنې ښودلي اؤ ویلي یې دي چې پاکستان باید افغان کډوالو سره د ناروا چلند نه لاس واخلي.

خلیل الرحمان حقاني ویلي، پاکستان ته پکار ده چې پخپله خوښه د راستنېدو لپاره باید افغان کډوالو ته وخت ورکړي .

ټریبیون وایي مولانا فضل الرحمان په دغه لېدنه کې ویلي چې هغه پخپله هم د پاکستان نه په بېړه کې د افغانانو د ویستلو خلاف دی اؤ ددې پرضد یې غږ هم پورته کړی دی.

مولانا فضل الرحمان د طالبانو د حکومت د رئیس الوزارا مرستیال عبدالغني برادر سره هم لیدلي اؤ ایکسپریس ټریبیون وایي چې په دغه لیدنه کې ددفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد،خارجه وزیر امیر خان متقي د تجارت وزیر اؤ نورو لوړ پوړو طالب چارواکو برخه درلوده.
ملا عبدالغني برادر د مولانا فضل الرحمان د سفر هرکلی کړی اؤ ویلي یې دي هغه هیله من دی چې دا سفر به غوره پایلې ولري اؤ د دواړو هیوادونو ترمنځ به ورسره تاؤ تریخوالی راکم شي.

رپورټ وایي چې ددفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هم هیله ښکاره کړې ده چې افغانستان ته د مولانا فضل الرحمان ددې سفر سره به د دواړو ملکونو ترمنځ په وروستیو کې تاوجنې شوې اړیکې بېرته ځای ته راشي.

افغانستان ته دمولانا فضل الرحمان ددې تازه سفر په اړه پرون د زیات یا پنجشبنې په ورځ ډان ورځپاڼې پخپله یوه اداریه کې لیکلي وؤ چې افغانستان ته د مولانا د فضل الرحمان د اوسني سفر په نتیجه کې دا په یقین سره نه شي ویل کیدای چې ټي ټي پي به پاکستان کې خپل بریدونه ودروي که نه؟

ډان لیکلي ، تر دې وړاندې په ۲۰۲۲م کال کې د یو مخور پاکستاني دیني عالم مفتي تقي عثماني په مشرۍ هم د پاکستاني دیوبندي علماو یوه پلاوي افغانستان ته په ورته سفر تللی ؤ او د افغان طالبانو او همدارنګه د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره یې لیدلي وو.

اداریه وایي چې هغه مهال هم په افغانستان کې دپاکستاني عالمانو تود هرکلی شوی ؤ خو ددغه سفر پایلو بیا پاکستان کې د ټي ټي پی د بریدونو مخه ونه نیول شوه.

اداریه کې زیاته شوې چې افغان طالبان اؤ ټي‌ ټي پي که څه هم له فکري پلوه یو شان دي خو وایي دا دواړه جلا ،جلا تنظیمونه دي اؤ دواړه خپل ،خپل مشران لري نو که مولانا فضل الرحمان په دې وتوانیږي هم چې افغان طالبان پاکستان کې د ټي ټي پي د بریدونو مخنیوي ته قانع کړي خو وایي بیا هم کیدای شي د ټي ټي پي ځينې وسله وال د افغان طالبانو فشار یا خبرې منلو ته غاړه کښېنږدي اؤ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG