لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چمن کې څه کم اته زره ماشومان د پرلت له امله له پوليو وېکسينه پاتې شوي


د افغانستان او پاکستان پر پوله په چمن ښار کې له څه کم درو میاشتو راهیسې پر پوله د پاسپورټ او ویزې د حکومتي شرط په خلاف احتجاجي پرلت د دې سبب شوی چې په دې سیمه کې زرګونه ماشومان د پولیو په ضد له روان کمپېنه پاته شوي دي.

په بلوچستان کې د پوليو ضد اووه ورځنی کيمپېن دوام لري، چې په ترڅ کې يې د 25,96000 یا 2.6 میلینه ماشومانو د ويکسين کولو هدف ټاکل شوی دی، چې په کيمپېن کې به د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي.

د صوبې د پوليومخنيوي پروګرام د بلوچستان مشر ډاکټر افتاب کاکړ له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه، چې د صوبې په سرحدي ضلعو چمن او ږوب کې اوس هم زرګونه ماشومان له پوليو ضد وېکسينه پاتي شوي او دا د پوليو پروګرام لپاره لوی خطر دی.

ډاکټر آفتاب وي او اې ډیوه ته وویل، په چمن کې د روان پرلت له امله 7,800 ماشومان له پوليو ويکسينه بې برخې شوي دي:

"د دې ترڅنګ په بله سرحدي ضلع ږوب کې هم له تېر يو کال راهيسې نهه سوه اتيا ماشومان له پوليو ضد ويکسين پاتي شوي دي، چې دا د پوليو مخنيوي پروګرام لپاره خطر دی".

آفتاب کاکړ وایي په هر پوليو ضد کيمپېن کې په مجموعي توګه له دېرش بيا تر پينځه دېرش زره پوري ماشومان له ويکسين پاتي کېږي، چې له صوبې بهر سند او نورو سيمو ته تللي وي. ،،

په بلوچستان کې د پوليو ضدکيمپېن د پوليس او ليويز عسکرو په بدرګه ترسره کېږي، خو د امنيتي ننګونو له امله په ځينو سيمو کې ماشومان له قطرو پاتي کېږي.

د کوټې په ختيځ بای پاس سيمه کې د جمعې په ورځ د پوليوټيم پر امنيت ساتونکي پوليس عسکر ډزې شوې او ژوبل شوی دی.

ډاکټرافتاب کاکړ له څاڅکو پاتې ماشومان د وايرس مخنيوي په لړ کې د هڅو لپاره خطر ګڼي، ځکه چې وایي په چمن، کوټه، حب، ډېره بګټي او پښين سيمو کې په چاپيريال کې د پوليو وايرس موندل شوي دي:

"کوم ماشومان چې له قطرو پاتي وي، هغه د وايرس په مقابل کې له خطر سره مخ دي او هغه ماشومان وايرس اغېزمن کولای شي. ميندې بايد له ويکسين پاتي ماشومان ارومرو ويکسين کړي. له ويکسين پاته ماشومان زياتره په کوټه بلاک چمن، پښين، کلاعبدالله او چمن کې دي".

په بلوچستان کې که څه هم له 2021م راهيسې د پوليو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی، خو د چمن په ګډون په پينځو ضلعو کې د پوليو وايرس موندل شوی دی. په تېره اکتوبر مياشت کې له چمنه په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس رپوټ شوی وو.

د پولیو وایرس له افغانستان او پاکستان پرته په ټوله نړۍ کې له ختم شوی دی. په 2023م کال کې په ټوله نړۍ کې د پولیو 12 پېښې ریکارډ شوې وې چې شپږ په افغانستان او شپږ په پاکستان کې وې. په روان کال کې په دغو دواړو هېوادونو کې د پولیو نوې پېښه نه ده رپوټ شوې.

په پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د روان کال په پیل کې په پوليو ټيمونو بريدونو او بيا د پوليو مهم ځنډولو د ماشومانو راتلونکی له لوی خطر سره مخامخ کړی دی.

څيړونکي وايي دغو بريدونو د پوليو وایرس د بشپړ ختمولو کار لا ګران کړو ځکه چې وایي کېدای شي د دغو ټیمونو په امنیت ساتلو ګومارل شوي پولیس عسکر د مناسبو امنیتي تدابیرو د نشتوالي له کبله له خپلو دندو انکار وکړي.

د روان کال د ړومبي پوليو کمپاين په وخت 10 پولیس وژل شوي دي، دوه پوليس د پښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې او اته په باجوړ کې په بمي چاودنه کې وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG