لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان ځېنو سیاسي ګوندونو د چاپېریال ساتنې اؤ موسمي بدلون ستونزې هم د ټاکنو د منشور برخه ګرځولي


په پاکستان کې د موسمي بدلون بدو اغيزو او د نړیوالې ودوخي په پام کې نيولو سره د فرورۍ په 8مه کېدونکو ټاکنو لپاره جوړ کړل شوو منشورونو کې ځېنو سياسي ګوندونو موسمي بدلون او چاپېریال ددې برخه ګرځولې۔

د راتلونکو ټولټاکنو د پاره که څه هم زیاتره سياسي ګوندونو تر اوسه خپل منشور عام ولس ته نه دی وړاندې کړی خو عوامي نېشنل ګوند او جماعت اسلامي د موسمي بدلون او د نړيوالې تودوخې خطرې ته په کتو سره د اقليمي بدلون موضوع د منشور برخه ګرځولې ده۔

د عوامي نېشنل ګوند غړي وايي په حکومت کې له راتلو وروسته به د ځنګلونو سېوا کولو اؤ د هر ډول الودګۍ یا خیچنوالي د مخنيوي دپاره قانون سازۍ کولو او په دې اړه د جوړې شوې تګلارې په سمه توګه د عملي کولو دپاره کار کوي۔

د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي کابينې غړی طارق افغان وایي که چرې صوبه کې دهغوي حکومت راشي نو هڅه به وکړي چې شینکی زرغون کړي،چاپیریال ،غرونه، سیندونه اؤ ځنګلونه خوندي کړي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي چې کومې نوې د استوګنې پروژې په دې صوبه کې جوړېږي "نو هغې کې به دا يقيني کوو چې هغې سره به شينکي ځايونه وي او پارکونه وي، وقفې وقفې سره د ځنګلونو لګولو پروژې به شروع کوو، سيندونو کې وټې لګول چې زمکه د نقصان نه بچ کړي او هم دغه شان د سيندونو په اړه جوړ قانون به عملي کوو" .

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف، جمعت علما اسلام، پاکستان مسلم ليګ ن او د پاکستان پيپلز ګوند غړي وايي چې د راتلونکو ټاکنو د پاره لا تر دې دمه د پارټۍ منشور يې نه دی جاري کړل شوی۔

د پاکستان تحريک انصاف تېر صوبايي حکومت په صوبه کې د ځنګلاتو سېوا کولو په موخه د بيلين ټري سونامي په نوم منصوبه ترسره کړې وه۔

د مذهبي ګوند جماعت اسلامي غړي وايي چې واک کې له راتلو وروسته به د ځنګلونو خوندي کولو، ونو بوټو کرلو، د پلاسټکي لفافو یا شاپرو په مکمله توګه ختمولو او د تېلو پرځای په ګرين ټېکنالوجي خپلولو به کار کوي۔

د خېبر پخوا اسمبلۍ پخوانی غړی اؤ د جماعت یو وتلی صوبایي مشر عنایت الله خان وایي که د دوي ګوند په اقتدار کې راشي نو د صوبې کومو برخو ته چې قدرتي ګېس نه رسېږي هلته به د ايل پي جي ګېس په استعمال رعایت ورکوي.

هغه وایي ددې اقدام مقصد به یې داوي چې خلک ونې بوټي نه وهي او د ځنګونو د پرېکولو او قاچاق د مخنيوي د پاره به سخت اقدامات کوي.
هغه وایي" مونږه به ګرين انرژي اړخ ته ملک بوځو او په هغې کې به مونږه د اوبو نه بجلۍ پېدا کولو کې پېسې لګوو او دې سره سره به ملک کې دننه د سولر پېنلز جوړولو د پاره اقدامات کوؤ"

د چاپېریال ساتنې ماهرين وایي، د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې د موسمي بدلون له وجې د وچکالۍ سره مخ دي او په شمالي غریيزو علاقو کې د نړيوالې تودوخې له امله د واورو ګټان په تېزۍ سره ویلي کیږي چې د سېلابونو راتلو او د اوبو د ذخيرو د کمښت سوب ګرځي۔

دوی وايي د موسمي بدلون او ماحولياتو په اړه تګلارې شتون لري او د عملي کولو دپاره يې بايد سياسي جماعتونه خپلو منشورونو ته ژمن پاتې شي۔

پېښور پوهنتون کې د ماحولياتو د څانګې استاذ پروفیسر حزب الله خان ډیوه ته وایي،د چاپېريال ساتنې ادارې په موسمي بدلون خپله پالېسي جوړه کړې ده نو کارونه بیخي اسان دي خو خبره يوازې د عملي کولو او پېسو ورکولو ده.

د ماحولياتو ماهرين وايي پاکستان د نړۍ په هغو لومړو پنځوو هېوادونو کې شامل دی چې موسمي بدلون نه زيات اغېزمن کېږي۔

سرکاري شمېرې ښيي چې 2022م کال کې رغلو سېلابونو د پاکستان په 116 ضلعو منفي تاثير کړی و او څه د پاسه 30 ميلينه خلک يي اغېرمن کړي او د هېواد اقتصاد ته يې شاوخوا 30 اربه ډالره زيان رسولی و۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG