لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین له برتانیې سره د 3.2 بلینه ډالرو امنیتي تړون کړی دی


د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي اعلان کړی چې اوکراين له برتانيې سره هاغه امنیتي تړون ترسره کړى د کوم لپاره چې دوي له اوږدې مودې راهسې کار کولو.

د جمعې په ورځ په خپله ورځنۍ وينا ک زيلينسکي وويل د جنورۍ دوولسمه هاغه ورځ ده چې "زموږ د دولت تاريخ ته داخله شوې ده" او زياته کړې یې ده چې اوکراين له برتانيې سره امنيتي تړون کړى دى.

د برتانيې وزيراعظم ريشي سوناک د جمعې په ورځ کيف ته سفر کړى چې د اوکراين لپاره په عسکري څانګه کې د 3٫2 بلينه ډالرو اعلان وکړي، دغه پېسې د روس لخوا په اوکراين له بريد راپديخوا د برتانيې ترټولو غټه کلنۍ ژمنه یا هوډ ګڼل کیږي.

سوناک ويلي هغه اوکراين ته د خپل قام او د اوکراين د نړيوالو ايتلافيانو له لوري پيغام ورکوي چې هغوي به کله هم يواځې پاتې نه شي، هغه وويل په اوکراين کې جګړه ددغه قام د خپلې دفاع د حق او د يو خپلواکه جمهوريت لپاره ده.

سوناک وويل " که (د روسيې ولسمشر ولاديمير) پوټين په اوکراين کې ګټه وکړي، هغه به دلته نه ودريږي" هغه وويل چې داوکراين په ملاتړ کې کمزوري به پوتين او په شمالي کوريا، ايران او نورو ځايونو کې د هغه د ايتلافيانو حوصلې لوړې کړي" همدغه راز زيلينسکي وويل هغه د جمعې په ورځ د اوکراين د اقتصادي بيارغونې لپاره د د امریکې له ځانګړي استازي پيني پريټزکر سره هم لیدلي دي.

هغه وويل چې " مونږ د اوکراين لپاره د کانګريس د نور ملاتړ کولو پريکړې ته په بېتابۍ سره سترګې په لار يو "هغه وويل " دغه داسې ملاتړ دى چې نه يوازې زمونږ لپاره ارزښت لري، بلکې دهرهاغه رياست لپاره يې لري، چې ثبات يې دنړيوال قانون په پياوړتيا اډاڼه لري"

هغه ګیله کړې چې دامريکايي کانګريس ځينې غړي اوکراين لپاره په پرله پسې ډول ملاتړ کې دکمزورۍ څرګندونه کوي.

بل لوري ته په اوکراين کې دچارواکو وينا ده چې روسيې له تيرې شپې راهسې دشنبې يا خالي دورځې تر سهاره په اوکراين په لسګونو ميزايل داغلي دي.

نړيوالې خبري ادارې رويټرز په اوکراين کې دځايي چارواکو له قوله ويلي دهوايي دفاع نظام دټول اوکراين په خواوشا پينځوو سيمو کې ميزايلونه رانسکور کړي دي.

نه خو دهاغو هدفونو په اړه جزيات ورکړل شوي، کوم چې په دې بريدونو کې په نخښه کړل شوي او نه هم دمرګ ژوبلې په اړه سمدستي خبرونه ترلاسه شوي دي.

اژانس فرانس پريس دهوايي ځواک دچارواکو له قوله ويلي دروسيې لخوا په ترسره شوي بريد کې په لويه پيمانه وسلې شامل دي چې پکې کروز، بيلسټک او طياره ضد ميزايلونه او ډرون الوتکې شامل دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG