لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي چارواکي اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره امریکا ته د راتلونکو افغانانو په اړه غږېدلي


د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي د سټېټ ډیپارټمنټ مرستیال ریچرډ ورما اسلام اباد ته په سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د امریکې ته د راتلو په تمه افغان کډوالو د بیا مېشتېدو په اړوند مسئلو خبرې کړې دي.

په امریکا کې د افغانانو د مېشتولو په چارو کې د مرسته کوونکو ډلو یو اتحاد افغان-ایوېک #AfghanEvac د دسمبر په پای کې ویلي وو، لږ تر لږه 130 تنه هغه افغانان چې د امریکې د ځانګړو امیګرېشن ویزو یا په امریکا کې د کډوالو د بیا مېشتو بهیر یې روان وو، له پاکستانه شړل شوي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په 12مه په یو بیان کې ویلي، په دغه وزارت کې د انتظام او وسایلو د چارو مرستیال ریچرډ آر ورما د جنورۍ له اتمې تر 12مې پورې اسرایل، اردن، عراق او پاکستان ته په سفر تللی وو:

"د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ورما په اسلام اباد کې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د امریکې او پاکستان تر منځ د اړیکو د لا پرمختګ او د دلچسپۍ وړ او د ګډې همکارۍ اړوند مسلو په اړه هراړخیز بحثونه کړي دي".

په بیان کې ویل شوي چې ریچرډ ورما له پاکستاني چارواکو سره سره د نړیوالو ادارو له چارواکو او همنظرو شریکانو سره هم لیدلي او له هغو افغانانو سره پر مرسته یې ټینګار کړی چې د مریکې د حکومت په استازیتوب یې په افغانستان کې کار کړی دی:

"د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ورما د اغېزمنو وګړو او په شرایطو برابرو افغانانو د بیا مېشتېدو په اړه زموږ د ګډې دلچسپۍ په اړه خبرې کړي دي".

د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو د اړوند مسلو په سر د خبرو لپاره اسلام اباد ته ددغه لوړپوړي امریکايي چارواکي تر سفر مخکې د تېر کال د دسمبر په څلورمه هم یو امریکايي پلاوی له پاکستاني چارواکو سره په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا مېشتیدو د بهیر په اړه خبرې کړې وې.

د ابادۍ، کډوالو او ایمیګرېشن په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې جولیټا والس نویز په مشرۍ یو پلاوي اسلام اباد ته په خپل سفر کې د غیرسرکاري او نړیوالو ادارو له استازو سره هم د افغان کډوالو د حالت په اړه خبرې کړې وې.

نیزدې 25000 هغه افغانان چې په 2021م کال کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې یې په افغانستان کې د امریکا او نړیوالو پروګرامونو لپاره کار کړی وو امریکا ته د تګ اسناد یې جمع کړي وو، اوس په پاکستان کې امریکې ته د راتګ په انتظار دي.

هغه افغانان چې د امریکا کونسلي چارو ته اړتیا لري باید یو دریم هېواد ته سفر وکړي لکه پاکستان، ځکه په کابل کې د امریکا سفارت لا تړلی دی او واشنګټن دا رد کړې چې په ډیپلوماټیک ډول د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دسمبر کې د هغو افغانانو لپاره د مرستې یوه بېړنۍ شمېره یا هاټ لاین هم اعلان کړې وه کوم چې امریکا ته د راتګ په تمه دي خو د پاکستان لخوا د شړل کېدو او یا نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي.‌

د پاکستان حکومت د 2023م کال د اکتوبر په درېیمه له دغه هیواده د 1.7 میلین قانوني اسناد نه لرونکو کډوالو د شړلو پرېکړه وکړه، چې په هغوی کې 1.4 میلینه افغان کډوال دي.

د دې پرېکړې په بنیاد د نومبر له لومړۍ نېټې له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوه، چې په نتیجه کې یې په لکونو افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېدو ته مجبوره شول. پاکستان وایي تر اوسه پورې تر څلورنیم لکه زیات کډوال ستانه شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG