لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په بحېره احمر کې د حوثيانو تازه ميزايل راغورځولی


د امریکې پوځ ويلي، د اتوار/ يکشنبې په ورځ یې د حوثي ياغيانو لخوا په امریکايي سمندري جنګي بېړۍ توغول شوی ميزايل راغورځولی دی، د امريکايي پوځ مرکزي کمانډي (سېنټکام) ويلي، ميزايل په جنوبي بحېره احمر يا سره سمندر کې توغول شوی وو.

سېنټکام ويلي، د حوثي ياغيانو په ولقه کې د يمن څخه توغول شوی ميزايل امریکايي جنګي الوتکو د حديده ساحلي ښار سره نزدې راغورځولی دی.

په غزه کې د اسرايل لخوا د حماس پرضد جګړه کې ايران ملاتړه حوثي ياغيانو په بحېره احمر کې په سمندري بېړو حملې کړي او بيا تېره اوونۍ امریکې د خپلو اتحاديانو سره د حوثي ياغيانو پرضد حملې پېل کړي دي.

د امریکايي حملو وروسته د اتوار په ورځ حوثيانو لومړی ميزايل داغلی دی.

سېنټکام ويلي، حوثيانو د بحېره احمر په جنوب کې د (يو اېس اېس ليبون) په نوم سمندري جنګي بېړۍ په نخښه کولو هڅه کوله.

د امریکايي پوځ ترمخه، د ميزايل په پېښه کې د کوم تاوان اوښتو پېښه نه رپورټ شوې.

تېره اوونۍ د جمعې په ورځ (12مه جنورۍ) د امریکې په مشرۍ اتحاد د حوثيانو پرضد د جنګي الوتکو او ميزايلو د لارې په 28 ځايونو حملې کړي او د 60 نه زيات هدفونه یې ويشتي وو.

ويل شوي د خالي/ شنبې په ورځ امریکايي پوځ د حوثيانو يو ريډار په نخښه کړی وو.

د ايران ملاتړي حوثيان وايي، په بحېره احمر يا سره سمندر کې نړيوالې سمندري بېړۍ د اسرايل په غزه د حملو په ځواب کې په نخښه کوي، وايي تر هغې به حملې کوي څو پورې چې د غزې جګړه نه وي ختمه شوي.

تېر کال د اکتوبر په اوومه حماس په اسرايل حمله کړې او په ځواب کې یې اسرایل په غزه کې د حماس پرضد عمليات پېل کړي دي، د دغه جګړې چې 100 ورځې پوره شوي جګړه دوام لري او اسرايل وايي د حماس ختمولو پورې به جګړه روانه وي.

حوثيانو د نهر سويز څخه يورپ پله تلونکې اسيايي او د منځني ختيځ د توانايۍ يا تېلو او کارګو رسوونکې مهمې لارې په هدف کړي دي.

(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رویټرز څخه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG