واشنګټن – ملګروملتونو د ګل یا دوشنبې په ورځ د اوکراین دننه د تېرو دوو کالو راهیسې د روانې جګړې د اغیزو له امله خلکو ته د بشري مرستو لپاره د ۴.۲ بیلینه ډالرو غوښتنه کړې.
د ملګروملتونو د بشري مرستو ادارې او د ملګروملتونو د کډوالو چارو ادارې په یو ګډ بیان کې د روس لخوا وروستیو لویو هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي، چې دغه تاوتریخوالی د "جګړې ویجاړونکی ملکي ضرر" ښيي او په ورته وخت کې خرابو ژمنیو حالاتو ته د پام اړول غواړي چې له امله یې د بشري مرستو استول لا زیات اړین شوي.
د ملګروملتونو د مرستو مشر مارټین ګرفېټ ویلي، "په سلګونو زرو ماشومان چې د جګړې د لومړیو کرښو په کلیو کې اوسېږي وېرېدلي، ځورېدلي او د خپلو لومړنیو اړتیاوو څخه محرومه شوي."
په بیان کې وړاندې راغلي، "کورونو، ښونځيو او روغتونونو باندې بیا بیا بریدونه شوي او داسې په اوبو، ګازو او د برېښنا په سیستمونو هم. د ټولنې هره برخه د برید لاندې ده او ناوړه پایلې لري. زمونږ د غبرګون پلان د ملي انجیوګانو او رضاکارانو سره عملي شوی له بشپرې مرستې سره."
ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۲۲ کال د فېبرورۍ راهیسې په اوکراین باندې د روس د یرغل راهیسې، تر ۵.۹ میلیونو زیات اوکراینیان په اروپا کې نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي.
جرمني او پولېنډ ته د اوکراین زیاتره کډوال تللي چې هر یوه ته یې تر یو میلیون زیات اوښتي او دغه ډول څلور لکه چېک جمهوریت او تر یو لکو زیات مالډوا، سلواکیا، اېرلېنډ، ایټالیا، هالېنډ، هسپانیا او برتانیې ته تللي.
ملګروملتونو ویلي، چې کوربه هېوادونو په سخاوت سره د اوکراین کډوال منلي خو د نړیوالې ټولنې لخوا لا زیات ملاتړ ته اړتیا ده.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګرانډې وویل، "کوربه هېوادونو په دوامداره توګه په خپلو ټولنو کې د هغوی د ځای پر ځآی کولو چارې پراخې کړې دي خو تر اوسه له خطر سره مخ زیات نور خلک لا مرستو ته اړتیا لري."
Forum