لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلو په غزې پټۍ بریدونه کړي او د غزې روغتیا وزارت وايي،‌ د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴۱۰۰ تنو ته رسېدلی


دا انځور د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۵ نېټه اخېستل شوی
دا انځور د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۵ نېټه اخېستل شوی

واشنګټن – اسرایلي ځواکونو په غزې پټۍ باندې تازه هوايي بریدونه کړي او د غزې روغتیا وزارت د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، چې د اسرایلي ځواکونو د تېرې ورځې په بریدونو کې له ۱۳۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د اسرایلو پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، چې د دوی په عملیاتو کې د غزې په شمال کې هغه پنځه مخالف جنګیالي‌ وژل شوي "چاچې د وسلو د ځای پر ځای کولو هڅه کوله."

دوی دا هم ویلي، چې د غزې په خان یونس سیمه کې یې په خپلو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د وسلو یوه زېرمه هم ویجاړه کړې ده.

د غزې د روغتیا وزارت د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، د اسرایلي په روانو پوځي عملیاتو کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲۴۱۰۰ تنه وژل شوي او تر ۶۰۰۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

اسرایلو د حماس جنګیالیو د ختمولو لپاره وروسته له هاغې خپل پوځي عملیات پیل کړي چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یې له ځانه سره وتښتول.

بل پلو د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ د ګل یا دوشنبې په ورځ په غزه کې د "پایداره اوربند" غوښتنه کړې او وروستۍ سیاستواله ده چې سیمې ته تللې او په روانه شخړه او بشري هڅو یې خبرې کړي.

وانګ دغه خبرې اردن، اسرایلو، لویدیځې غاړې او عرب متحده اماراتو ته له خپل سفر څخه دمخه کړي.‌

د نومبر په وروستیو کې په غزې پټۍ کې د یو لنډ مهاله اوربند پر وخت تر سلو زیات برمته شوي کسان خوشې کړای شول او اسرایلو هم تر ۲۴۰ زیات فلسطیني بندیان خوشې کړل.

د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو ژمنه کړې چې د حماس پرضد به یې د خپل هېواد جګړه تر ‌بریا پورې روانه وي.

نتن یاهو د شنبې یا خالي ناوخته یوې خبري غونډې ته وویل، چې اسرایل به د دې تورونو له امله له خپل پلان څخه وا نه وړی چې ګواکې د فلسطینیانو قتل عام کوي.

د اسرایلو وزیر اعظم دغه څرګندونې وروسته له هاغې کړي چې په هېګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې په دوه ورځنۍ اورېدنه کې جنوبي افریقا اسرایل په ټول وژنې تورن کړ.‌

اسرایلو دغه تورونه رد کړي.

اسرایلو ویلي، دا وخت د جګړې پرېښودل به د حماس د بریا په معنی وي.

حماس د امریکا، اروپايي اتحاد، برتانیې او نورو لخوا یو ترهګر تنظیم ګرځول شوی.

حماس چې د ۲۰۰۷ کال راهیسې د غزې کنټرول لري وايي، دوی به د اسرایلو په ویجاړي له خپل دریځ څخه نه تېرېږي.

د اسرایلو پوځ ویلي، چې په غزه کې د اسرایلو د ځمکنیو عملیاتو د پیل راهیسې تر اوسه پورې ۱۸۶ اسرایلي سرتېري وژل شوي او ۱۰۹۹ نور ژوبل شوي دي.

دغه ډول د غزې د ۲.۳ میلیونه وګړو څخه ۸۵فیصده یې د دغو عملیاتو له امله بې ځایه شوي او اکثره برخه یې ویجاړه شوې ده.

د دې راپور ځینې برخې د اسوشېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ادارو څخه اخېستل شوې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG