لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: داعش خراسان د سيمې د هيوادونو دپاره جدي ګواښ دی


د امنيتي چارو څپړونکي وايي د افغانستان ترڅنګ په ايران او پاکستان کې د داعش خراسان وروستي بريدونه ښيي چې ياده وسله واله ډله د کوم خاص هېواد د پاره نه بلکې د منطقې د ټولو هېوادونو دپاره جدي ګواښ دی.

د څيړونکو په خبره، داعش خراسان وسله وال تنظيم د خپلې نظريې په اساس په دې منطقه کې اهداف لري او د هغې په اساس د افغانستان ترڅنګ د منطقې په نورو هېوادونو کې وخت په وخت عمليات ترسره کوي.

څېړونکی خبريال حق نواز خان وايي، "خلک دا وايي چې په بنيادي توګه دا جوړ شوی هم دې دپاره دی، چې اهل تشيع په نخښه کړي، که هغه مونږه په پاکستان کې وګورو نو په کورمه کې او هزاره په کوټه کې په نخښه شوي دي او دغه شان په ايران کې، نو په ايران، پاکستان او افغانستان،چونکې زياتره په افغانستان کې جنګونه او مسلې چې کومې شوي دي هغه د طالبانو سره شوي دي نو په دې وجه په افغانستان کې هغوی کوشش کوي چې بيا خپل اثر راونيسي".

د ايران په کرمان ښار کې د جنورۍ په درېمه ترسره شوي ځانمرګي بريد زمه واري د داعش خراسان څانګې په غاړه اخيستې چې په نتيجه کې يې څه باندې 90 کسان وژل شوي وو.

د وي او اې د پښتو څانګې د خبر ترمخه د ایران د استخباراتو وزارت ويلي چې بريدګر څو میاشتې وړاندې د افغانستان د بدخشان په ولایت کې د داعش-خراسان څانګې په یو کېمپ کې تربيت ترلاسه کړی وو.

طالب چارواکي دغه وسله واله ډله د افغانستان او ايران ګډه دښمنه بولي او وايي چې د افغانستان څخه به د ايران په ګډون هيچاته ګواښ پېښ نشي.

د جنورۍ په شپږمه د کابل دشت برچي سیمه کې د مسافرو په ګاډي شوي بريد زمه واري هم داعش خراسان منلې وه چې د راپورونو له مخې په چاودنه کې پينځه تنه مړه شوي او 15 نور ټپیان شوي دي.

داعش خراسان ډلې په پاکستان کې هم د يو شمېر بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعه باجوړ کې تېرکال د جولايۍ په 30مه د مذهبي ګوند جمعيت علما اسلام په غونډه ځانمرګي بريد کې د 50 نه سېوا کسان وژل شوي او څه د پاسه 80 ژوبل شوي وو، داعش د دغه برید زمه واري منلې ده.

څېړونکي وايي د سيمي هېوادونو ترمنځه بې باوري او په ځينو هېوادونو کې سياسي عدم استحکام د دې لامل ګرځي چې داعش خراسان په دې منطقه کې په اسانۍ سره خپل فعاليتونه تر سره کړي.

په مردان عبدالولي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاذ ډاکټر عبدالشکور وايي، "که تاسو وګورئ نو په ايران کې هم داسې حکومت دی چې د انقلاب نه بعد نړۍ ته قبول نه دی، پاکستان په سياسي نظام کې هم وخت په وخت پارليمان باندې بريدونه کيږي او نورې ادارې راځي او د پارليمان قرباني ورکړل کيږي او په افغانستان کې د تېرو 40 کالو نه اړی ګړی دی او په هغې کې د علاقايي ملکونو او لوی طاقتونو کردار دی".

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د دسمبر په 31 خبريالانو ته ويلي وو، چې د طالبانو بيا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د داعش خراسان د وسله والو لخوا په شویو بریدونو کې ترټولو زیات د تاجکستان او پاکستان وسله وال شامل وو.

په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې سي ټي ډي چارواکو د جنورۍ په 12مه ميډيا ته ويلي وو، چې د پېښور په متنو سيمه کې يې د داعش خراسان دوه بريد ګر نيولي چې د افغانستان په پکتيا صوبه کې يې تربيت ترلاسه کړی وو.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG