لاس رسیدونکی لینک

 
شمالي وزیرستان کې ځانمرګی برید شوی، دوه پوځیان او څلور ملکیان پکې ژوبل شوي
تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ځانمرګی برید شوی، دوه پوځیان او څلور ملکیان پکې ژوبل شوي


انځور د مېرانشان پریس کلب لخوا خپور شوی
انځور د مېرانشان پریس کلب لخوا خپور شوی

له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته نېږدې د خیبر پختونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د پوځ پر چیک پوسته ځانمرګی برید شوی چې پکې دوه پوځیان او څلور ملکي وګړي ژوبل شوي.

‎پولیسو دا پېښه تایید کړې ده او وايي دا پېښه د میر علپ تاڼې په مچي خېل سیمه کې شوې او یو ځانمرګي بریدکونکي موټر سایکل له پوځي پوستې سره جنګولی دی.

‎د میر علي پولیس تاڼې چارواکي وايي دې پېښه کې څلور ملکي کسان ژوبل شوي چې زیاتره مزدور خواريکښ دي چې د پوستې ترڅنګ یې په یو ټرک کې سفر کولو چې چاودنه وشوه.

‎پولیس وايي علاقه یې په ګیره کې اخستې او دې پېښه کې ژوبل کسان بنو سیمه کې روغتون ته وړل شوي چې پکې د ټرک ډرایور او یو بل مزدور حالت سخت خراب دی.

‎د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو امنیتي سرچینې وايي د برید په نتیجه کې دوه امنیتي عسکر ژوبل شوي.

‎تر دې مهال چا زمه داري په غاړه نه ده اخستې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG